د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو یوه افغانه کارکوونکې د خپل یوه ماشوم سره د نامعلومو کسانو لهخوا تښتول شوې ده.
د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د نن سهار د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
رحیمي همداراز وویل چې په سیمه کې د ملګرو ملتونو یو موټر چې د زرمینې په نامه دا مېرمن يې دفتر ته بېوله، پاتې دی او یو جسد هم موندل شوی چې ګومان کېږي، د تښتوونکو له لورې به وژل شوی وي.
نوموړی وايي، تر دې دمه د وژل شوي کس هویت نهدی ښکاره شوی. رحیمي دا هم وویل چې د پېښې د څرنګوالي په هدف پولیسو پلټنې پیل کړي او وروستي جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.