د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: ملګري ملتونه دې پر پاکستان فشار ته دوام ورکړي


د افغانستان حکومت وايي، ولسمشرمحمد اشرف غني په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې په ګډون د دغه سازمان له یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

افغان حکومت په دوشنبه په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله په کابل کې د ملګرو ملتونو پلاوي سره ولیدل او د افغانستان امنیت او پرمختګ په لارو چارو یې خبرې وکړي. په بیان کې دا هم ویل شوې چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو له پلاوي وغوښتل چې پر پاکستان خپل فشار ته دوام ورکړي. کابل پر پاکستان تور پورې کوي چې طالبانو او حقاني شبکې ته یې پټنځایونه ورکړي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د افغانستان حکومت وايي کابل ته ورغلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي ته یې یو لړ اسناد او شواهد سپارلي چې پکې د ترهګرو پناه ګاوو په اړه پکې بشپړ مالومات دي.

بیان زیاتوي، دغه پلاوي چې په ملګرو ملتونو کې يې د قزاقستان سفير خيرات عمروف مشري کوله، په یکشنبه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ترهګرۍ او نشه یي توکیو ضد مبارزې، د سولې بهیر چټکولو، د انتخاباتو چمتووالي او پر نورو مسايلو خبرې وکړې.

بلخوا د افغانستان حکومت وايي کابل ته ورغلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي ته یې یو لړ اسناد او شواهد سپارلي چې پکې د ترهګرو پناه ګاوو په اړه پکې بشپړ مالومات دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دوشنبه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې د امنیت شورا پلاوي هم ورسره ژمنې وکړې چې د افغانستان قضیې ته به دوامداره پام کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي ويلي، د افغانستان امن او ثبات د ټولې سيمې د امن لپاره مهم دى او دغه پلاوی هم د افغانستان د ملاتړ په هدف کابل ته سفر کړى دى.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره نيکي هيلي هم په پلاوي کې مله ده
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره نيکي هيلي هم په پلاوي کې مله ده

ويل شوي چې د امنيت شورا په دغه پلاوي کې د ١٥ هېوادونو استازیو برخه درلوده.

دا له ٢٠١٠ میلادي کال راوروسته اول وار دى چې د امنيت شورا يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG