د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د رسنیو د څار یوه ټولنه وايي، تېر کال د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال وو.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پنجشنبې پر ورځ په تازه رپورټ کې ویلي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۰ خبریالان او له رسنیو سره کارکوونکي ووژل شول.

رپورټ وايي، په ۲۰۱۶ز کې په هغه هېواد کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۱۳ وو.

په رپورټ کې راغلي، تېر کال پر خبریالانو د تشدد او هغوی ته د ګواښونو ۱۶۹ قضیې ثبت شوي چې ۱۲ یې د ښځینه خبریالانو وې.

رپورټ زیاتوي، ترهګرې ډلې لکه طالبان او اسلامي دولت د ((خبریالانو د وژلو د ټولو پېښو ذمه واره)) دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تور پورې کړی چې ۱۸ خبریالان طالبانو او دوه نور اسلامي دولت ډلې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG