د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د پیازو او کچالو لپاره سړې خونې جوړې شوې


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني ولایت کې د پیازو او کچالو د ساتلو ۲۷ سړې خونې جوړ شوې دي.

د غزني ولایت د صنایع او سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتین قلندري د پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې د پیازو او او کچالو د ساتلو هرې زېرمې ته ۲۲۴ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې نوي په سلو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت او لس په سلو کې يې د سیمې اوسېدونکي ورکوي.

قلندري وايي: "دا زېرمې د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې جوړېږي او هدف يې د سیمې د بزګرانو د زراعتي حاصلاتو سمه ساتنه ده."

هغه وايي، له دې امله چې د دې ولایت بزګرانو د پالېزونو او مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې نه درلودلې، بزګران اړ ول چې خپل پالېزونه (حاصلات) په ټیټه بیه ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG