په اورکزو اېجنسۍ کې چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو لخوا د ښخ کړل شویو ماینونو له امله د ماموزو کډوالو ستنول په لنډ وخت کې ممکنه نه ده.
په قبایلي سیمو کې د قدرتي ناروینونو سمبالولو ادارې مشر سراج الحق د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په لارو کوڅو کې د ښخ کړل شویو ماینونو په پاکولو کې به تر څلورو میاشتو وخت ولګېږي.
نوموړی وویل چې د ماینونو پاکولو نیمه عمله دا وخت په خیبر اېجنسۍ کې په کار بوخته ده نو ځکه زیات وخت به اخلي.
د اورکزو په ماموزو سیمه کې پوځ د ماینونو پاکولو عملیات د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې پیل کړي ول خو د ژمي له امله وځنډول شول.
سراج الحق وویل ښايي د ماینونو پاکولو عملیات په اپرېل کې بیا پیل شي.