د لاسرسي ځای

تازه خبر

زهري: نه غواړم زما له لاسه د بلوچستان سیاست ته زیان ورسېږي


 نواب ثناوءالله زهري
نواب ثناوءالله زهري

د پاکستان ناکراره صوبې بلوچستان اعلا وزیر و ګورنر ته خپله استعفا ورکړه او هغه ومنله. د نوموړي له مستعفي کېدو سره صوبايي کابینه هم تحلیل شوله.

د اعلا وزیر ثنا الله زهري خلاف نن په اسمبلۍ کې د بې باورۍ لیک (عدم اعتماد تحریک) پر قراداد رایې اخېستل کېدلی خو هغه ته د استعفا ورکولو مشوره ورکړل شوې وه. ځینې سرچینې وايي چې د پاکستان وزیر اعظم شاهد خان عباسي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هغه ته د مستعفي کېدو ویلي ول.

د بلوچستان والي محمد خان اڅکزی
د بلوچستان والي محمد خان اڅکزی

وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي هم د خپل ګوند د اعلا وزیر ثناء الله زهري د ژغورلو لپاره د دوشنبې په ورځ کوټې ته ولاړ خو د هغه مخالیفین یې راضي نه کړای شول.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي د اعلا وزیر ثناء الله زهري استعفا د پاکستان ایین د ۱۳۰ (۸) مادې له مخې ومنله او له دې سره صوبايي حکومت هم ړنګ شو او کابینه ختمه شوه.

صوبايي ګورنر د اعلا وزیر استعفا-لیک د بلوچستان اسمبلۍ سپیکرې راحیله درانۍ ته واستولو. هغې د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د ثناالله زهرې د استعفا اعلان وکړ او ویې ویل چې د هغه څوکۍ تشه شوله. په خپلو خبرو کې سپیکرې راحیلې درانۍ وویل د اپوزیشن غړیو چې د کومې موخې لپاره د بې باروۍ لیک راوړی نو د هغه اوس هېڅ اغېز پاته نه شو نو پکار ده چې اپوزیشن غړي دې خپل قرارداد بیرته واخلي. د اسمبلۍ غونډه کې اپوزیشن غړیو خپل قرارداد بیرته واخېستلو او غونډه تر نامالومې نېټې وځنډول شوه.

د استعفا ورکولو وروسته اعلا وزیر نواب ثناالله زهري په خپل یوه بیان کې ویلي، ده محسوسوله چې د اسمبلۍ لوی شمېر غړي د ده له مشرتابه ډاډه نه ول او زما خواهش دا دی چې سیاسي بهیر روان وي او نه غواړم چې زما له لاسه د صوبې سیاست ته زیان ورسېږي.

نوموړي په خپل بیان کې کښلي، هڅه یې وکړه چې د خپلو خوابديو ملګريو تحفظات لیرې کړي خو بریالی نه شو.

په بیان کې ښاغلي زهري لیکلي چې په زوره نه غواړي چې پر خپلو ملګرو ځان وتپي، او که ولس د دې جوګه ګرځولم نو چوپړ او خدمت به یې جاري ساتم.

د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهری څوک دی؟

بلوچستان د پاکستان یو له ناکراره صوبو ګڼل کېږي خو اوسنی سیاسي کړکېچ د پاکستان مسلم لیګ ن خپلو پارلېماني غړیو وزېږولو چې په صوبايي اسمبلۍ کې د ۲۱ غړیو په لرلو سره لویه ډله وه او ورپسې د پښتنو یوه ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ۱۴ غړي او د بلوڅانو ملتپالي ګوند نېشنل پارټۍ ۱۱ غړي ول. د دې ترڅنګ جمعیت علمای اسلام ف ۸ غړي لري، د اختر مېنګل بلوچستان نېشنل پارټۍ ۲ غړي او عوامي نېشنل پارټۍ ۱غړی، وحدت المسلیمین ۱، غړی لري.

اړوند راپورونه

۱- نواب ثنا زهری: د بلوچستان حکومت د نواز شریف تر شا ولاړ دی

۲- بلوچستان کې د پردې تر شا څه روان دي؟

XS
SM
MD
LG