د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د پردې تر شا څه روان دي؟


بلوچستان کې مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل پارټۍ ګد حکومت لري
بلوچستان کې مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل پارټۍ ګد حکومت لري

بلوچستان کې له تېرو نېږدې څو ورځو راهیسې ناڅاپه یو سیاسي کړکېچ منځ ته راغلی دی چې هېچا یې تمه هم نه کوله، ځکه چې د ځینو خلکو په خبره، پر جمهوري ادارو اور په اسلام اباد او لاهور کې لګول شوی وو،خو دوګ یې تر کوټې واوت.

د دې تر څنګ،ځینو خلکو ته پکې د حېرانۍ خبره دا ده چې د کړکېچ نېغ په نېغه هدف د صوبې اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري دی، چې د صوبې یو طاقتور سیاسي شخصیت دی خو خبره دومره ساده او اسانه هم نه ده لکه څرنګه چې په ظاهره ښکاره کېږي.داسې مالومېږي چې په ظاهره خو هدف د صوبې اعلا وزیر دی خو اصل هدف او اهداف یې بل څه دي.

د دغه قسم نظر خاوندان،کوم چې فکر کوي،دا د جمهوري حکومتونو د ماتولو او نړولو سازشونه دي،هغوی په بلوچستان کې دغه تازه سیاسي ډېولپمنټ ته په دې نظر دي چې دا په اصل کې په راروان مارچ میاشت کې د پاکستان په سېنېټ کې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند اکثریت ته لار تړل دي.

کړکېچ هله مخې ته راغلو،کله چې د بلوچستان حکومت کې شامل د مسلم لیګ (ن) ګوند او مسلم لیګ (ق) ګوندونو د صوبايي اسمبلۍ نېږدې ۱۴ غړیو د صوبې اعلا وزیر نواب ثنا الله زهري خلاف د بې باورۍ لیک (تحریک عدم اعتماد) وړاندې کړ. په دغو غړیو کې دوه وزیران او دوه سلاکاران هم شامل دي چې د سر نوم یې د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بوګټی دی. د دغو غړیو په ظاهره دریځ دا دی چې دوی پر اعلا وزیر د ځینو تحفظاتو له وجې نور باور نه لري او غواړي چې په دې طریقه اعلا وزیر بدل کړي او کوم نوی یو انتخاب کړي. د ځینو رسنیو له خولې ویل شوي دي، دغه ډله غواړي چې نوی اعلا وزیر سردار صالح بوتانی را ولي.

خو بل اړخ ته یو ازاد نظر هم موجود دی او هغه دا چې په بلوچستان کې چې کوم څه اوس تر سترګو کېږي،دا ټول هم هغه څه دي چې په اسلام اباد او لاهور کې د منتخب شویو جمهوري حکومتونو په خلاف په دوام داره توګه روان دي. یو ځل د هېواد په قامي اسمبلۍ کې وویل شول چې دومره د اسمبلۍ غړي به له نوازشریف او د هغه له ګونده جلا شي او بیا دغه قسمه ادعاوې په پنجاب اسمبلۍ کې وشوې خو هلته دا قسمه خبرې له وخته سره یا خو نا سمې ثابتې شوې او یا په وقتي توګه وځنډول شوې خو اوس ناڅاپه په بلوچستان اسمبلۍ کې دا قسمه ګام واخېستل شو.

د بلوچستان پخوانی کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټی او حکومتي ویاند انوارلحق کاکړ
د بلوچستان پخوانی کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټی او حکومتي ویاند انوارلحق کاکړ

د دغه قسم نظر خاوندان،کوم چې فکر کوي،دا د جمهوري حکومتونو د ماتولو او نړولو سازشونه دي،هغوی په بلوچستان کې دغه تازه سیاسي ډېولپمنټ ته په دې نظر دي چې دا په اصل کې په راروان مارچ میاشت کې د پاکستان په سېنېټ کې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند اکثریت ته لار تړل دي.

د پاکستان سېنېټ یوه قانون جوړونکې اییني اداره ده چې ۱۰۴ غړي لري. په دې کې د هېواد له څلور واړو صوبو د ۲۳ په حساب غړي غوره کېږي او ورسره له قبایلي سیمې (فاټا) ۸ او د اسلام اباد وفاقي سیمه ۴ غړي لري.

د سږني کال په مارچ کې د سېنېټ ۵۶ غړيو موده پوره کېږي،نو ځکه نوي ۸۶ غړي به تر راتلونکیو پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د پاکستان قامي او څلور واړو صوبایي اسمبلیانو غړي د رایو په ورکولو سره سېنېټران ټاکي. د بلوچستان اسمبلۍ ۳ غړي د سېنېټ یو غړی ټاکلی شي.

د پاکستان ایین یو بله تقاضا هم لري چې د سېنېټ انتخاباتو لپاره به ضروري وي چې قامي اسمبلۍ او څلور واړه صویايي اسمبلۍ به په پښو ولاړي وي. اوس که د هېواد یوه اکایي (یونټ) یانې بلوچستان په سیاسي کړکېچ کې وي، نو د سېنېټ لپاره کېدونکې ټاکنې به څنګه او کله ترسره کېږي؟ که اسمبلۍ موجوده هم وي او اعلا وزیر بدل شي، بیا هم د سیاستپوهانو په خبره،دا وخت بلوچستان اسمبلۍ کې د نواز شریف مسلم لیګ خوا وشا ۱۰ غړي منحرفه مالومېږي،نو د سېنېټ راتلونکیو انتخاباتو کې به یاد ګوند په ۳ چوکیو کې یوه چوکۍ هم په مشکله وګټي؟ هم دغه هغه بنیادي سوال دی چې د خلکو په خبره، د موجوده سیاسي کړکېچ اصل هدف هم دا دی چې یا خو دې یوه اکایي (یونټ) په یوه او بله لار په داسې کړکېچ اخته کړل شي چې را روان د سېنېټ انتخاباتو ګرسره ترسره نه شي،چې د نواز شریف مسلم لیګ د سېنېټ له اکثریته و ګرځول شي او بل که انتخابات و هم شي،نو د یاد ګوند اکثریت ته زیان ورسول شي.

'پر اعلا وزیر چې باور نه کوي، پرضد به یې کاروايي کېږي'

اوس پوښتنه دا ده چې بلوچستان کې سیاسي کړکېچ به پر کومه خوا ځي؟ نو د دې دمګړۍ ځواب دا دی چې د بې باورۍ لیک وړاندېکېدو وروسته،را روانه اونۍ کې به د بلوچستان اسمبلۍ غونډه کېږي،چې پکې به موجوده اعلا وزیر ثنا الله زهري ته ضروري وي چې په ټولو ۶۵ غړیو کې د نېږدې ۳۳ غړیو رایه وګټي.که تر دغې شمېرې، یانې ۳۳ څخه یوه شمېره هم کمه شوه،نو دی به اعلا وزیر نه پاته کېږي.

اوس که موږ د اسمبلۍ موجوده وضعې ته وګورو،نو اسمبلۍ ټول ۶۵ لري، چې پکې د اعلا وزیر مسلم لیګ ۲۰ غړي دي (۱۰ پکې بېل مالومېږي)،د بلوڅ ملتپاله، نېشنل ګوند ۱۱ دي (چې پکې د ۱ یا ۲ د بېلېدو ادعا ده)،د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴ غړي دي (چې یو هم پکې بېل نه دی) او د مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام (ف) ۸ غړي دي (چې څرګنده او کره کړنلاره او برخلیک یې نه دی اعلان کړی).دې سره مسلم لیګ (ق) هم خوا وشا ۵ غړي لري،چې پکې زیات یې بېل دي.د بلوڅ ملت پاله،سردار اختر مېنګل بي-اېن-پي ۲ غړي او پښتون ملتپاله، اې-اېن-پي ۱ غړی لري او اخري یادو دوو ګوندونو هم په واضح د موجوده اعلا وزیر مخالفت کړی او د عدم اعتماد لیک پلوي کوي.

د اسمبلۍ موجوده صورتحال جایزه اخېستلو وروسته اوس وضع داسې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴،د اعلا وزیر مسلم لیګ د خوا وشا ۱۰، د نېشنل ګوند خواوشا ۹ ښکاره پلوي د موجوده وزیراعلا په حق کې مالومېږي،کوم چې ټوله ۳۳ جوړېږي او دا هغه شمېره ده کوم چې موجوده اعلا وزیر له کړکېچه ژغورلی شي. د دې تر څنګ که جمعیت علما اسلام ۸ غړي هم د اعلا وزیر پلوي شي،نو بیا خو سیاسي کړکېچ به په خپله ساه ور کوي،مګر مسله دا ده چې جمعیت علما اسلام تر اوسه څه کره او واضح کړنلاره نه ده اعلان کړې.

په بلوچستان کې رامخته شوی سیاسي کړکېچ حتمي نتیجه به را روانه اونۍ مالومه شي،خو د ځینو سیاسي مبصرینو په وېنا،په داسې حال کې کې چې د صوبې اعلا وزیر د خپل ګوند او د ځینو اتحادي او غېر اتحادي غړیو د مخالفت ښکار دي،یواځني ګوند چې د موجوده اعلا وزیر په حق کېکړنلاره یې ښکاره او کره اعلان کړې ده، هغه ګوند پښتون ملتپاله پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ده،چې ټول ۱۴ غړي یې په یوه خوله او یوه سلا دي.د دې تر څنګ،پښتون ملتپاله،عوامي نېشنل ګوند او بلوڅ ملتپاله،بي-اېن-پي هغه ګوندونه دي چې د موجوده اعلا وزیر په خلاف یې خپل دریځ روښانه او کره اعلان کړی دی. ګنې زیاتره نورو ګوندونو او غړيو په اړه سړی تر وروستۍ ګړۍ د هغوی په دریځ نه شي پوهېدلای.

لیکنه: نیازموساخېل، ازاد خبریال

XS
SM
MD
LG