د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په دوو ضلعو کې زده کوونکیو ته د وړیا سایکلونو او پیسو ورکولو پروژه پیل کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې ویاند نجیح الله خټک د شورو پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې چې های او مډل سکولونه نه لري او یا د اوږدې فاصلې له امله ماشومان سکولونو ته نه شي تللی، نو هلته یې هلکانو ته سایکلې او نجونو ته یې د سورلۍ لپاره د پيسو ورکولو یوه منصوبه پيل کړې ده.
د نجیح الله خټک په خبره دغه منصوبه به ژر د صوبې نورو سیمو ته هم و غځول شي.
دغه منصوبه په صوابۍ او کوهاټ ضلعو کې پیل شوې ده.