د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حقاني شبکې سره برمته کاناډايي په جنسي تورونو ګرفتار


د کاناډا پولیسو هغه سړی د تېري په تور نيولی دی چې په دا وروستیو کې له خپلې امريکايي مېرمنې او ماشومانو سره یوځای په پاکستان کې د طالبانو له بنده وژغورل شو.

د ۳۴ کلن جوشوا بویل وکیل د نهې ورځ وویل، د اوټاوا پوليسو د هغه موکل په کاناډا کې په ۱۵ کېسونو کې تورن کړی چې د تیرې، جنسې تجاوز او د وژلو ګواښونه پکې شامل دي. پر هغه په مبينه توګه تورونه له ۱۴م اکتوبره تر ۳۰ ډیسېمبر په موده کې لګول شوي دي. په دې مقدمه کې د اغېزمنو پېژندګلو نه ده شوې. ټاکل شوې چې بویل نن د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې عدالت ته پېش شې.

د جوشوا بویل وکیل ویلي نوموړی په حراست کې دی خو هغه بې ګناه دی او تر دې مخکې يې د قانون خلاف عمل نه دی کړی.

خبري اژانس په ټورونټو سټار ورځپاڼه کې د جوشوا بویل د مېرمنې په حواله بیان خپور کړی چې د هغې پر خاوند د لګول شویو ځانګړیو تورونو په اړه څه نه وايي، او ویلي یې دي چې خاوند یې د خپلو کړو خپله ذمه وار دی.

جوشوا په اکتوبر مياشت کې اې پي خبري اژانس ته ويلي ول چې دی او ميرمن یې په اوتاوا کې په هسپتال کې داخل شوی ول خو په دي اړه يې نور تفصيل نه وو ورکړی.

خبري اژانس لیکي چې پاکستانیو امنيتي ځواکونو د تېر کال د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه جوشوا بویل، د هغه امریکايې مېرمن او درې ماشومان هغه مهال له طالبانو سره تړلې حقانې شبکې له برمته ګرووژغورل چې له افغانستانه و پاکستان ته اویښتل. خو امریکايې چارواکو بيا ويلي دي چې بویل او کورنۍ يې تر دې مخکې چې وژغورل شې، شاوخوا پینځه کاله په پاکستان کې وسله والو برمته ساتلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG