د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د جاشوا بویل تورونه رد کړل


جاشوا بویل او کورنۍ یې
جاشوا بویل او کورنۍ یې

رویټرز خبري اژانس لیکي د طالبانو یو ویاند د یکشنبې په ورځ د هغه کاناډايي کس ادعاوې ناسمې وبللې چې ویلي یې وو، د بند پر مهال یې طالبانو یو ماشوم وژلی او یا یې هم پر مېرمنې یې جنسي تېری کړی دی.

جاشوا بویل او د هغه کاناډایۍ مېرمن چې په ۲۰۱۲ م کال کې د افغان طالبانو د یوې نیمه خپلواکې ډلې حقاني شبکې لخوا تښتول شوي وو، تېره اونۍ د پاکستاني ځواکونو لخوا ازاد کړل شول.

دغه ازادا کړل شوي کاناډايي تن د تېرې جمعې په ورځ خپل وطن ته د ستنیدو پر مهال رسنیو ته وویل چې برمته کونکیو یې یو ماشوم وژلی او پر مېرمن یې جنسي تېری کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا هسې تبلیغات دي. نوموړي رسنیو ته په استول شوي یو پیغام کې ویلي، دوی د دغې کاناډايي کورنۍ تورونه په کلکه ردوي. دی وايي دا چې اوس هغه کورنۍ دده په وینا د طالبانو د دښمنانو په لاس کې ده نو هغوی هماغه څه وايي چې ورته ویل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې راغلي چې په کورمه کې د وسله والو له ولکې ازاد کړل شوي يوه کاناډايي وګړي جاشوا بویل، (سي بي ايس) ټيلي ويژن ته په مرکه کې ويلي، ماشومان يې په کاناډا کې له خپل نوي کور سره ځان بلدوي، خو لا هم د هغو وختونو وېرې ورسره دي چې د طالب وسله والو په بند کې يې تېر کړي دي.

بویل، امريکايي مېرمن او درې ماشومان يې د چارشنبې پر ورځ په پاکستان کې د وسله والو له پنځه کلن بند څخه ازاد کړل شول.

ټورنټو ته د بویل او د هغه د کورنۍ په رسېدو نوموړي په خپل بيان کې د هغوی پر تښتوونکو تور پورې کړ چې يوه ماشومه لور یې ور وژلې او پر مېرمن يې ورته جنسي تېری کړی دی.

نوموړي ويلي، تر ټولو لومړی کار يې اوس دا دی چې خپله کورنۍ خوندي کړي.د فرانس پريس خبري اژانس ليکنه وايي، بویل او د هغه مېرمن د حقاني ډلې په ۲۰۱۲ م کال کې په افغانستان کې تښتولي ول.ليکنه کاږي، د حقاني شبکې مشري سراج الدين حقاني کوي، چې نوموړی د افغان طالبانو مرستيال مشر هم دی.

د ليکنې تر مخه، پر يادې ډلې له يوې مودې راهيسې شک کيږي چې د پاکستان له پوځي ايسټيبلېشمنټ سره اړيکې لري.خو ليکنه وايي، د بویل او د هغه د اميدوارې مېرمنې د طالبانو تر نفوذ لاندې د افغانستان يوې سيمې ته د تګ او هلته د پاتې کېدو په اړه هم پوښتنې راپورته شوي.

د کاناډا د خارجه چارو وزارت د پنجشنبې يا زيارت پر ورځ وويل چې له بویل څخه د پلټنو کولو اراده نه لري.

جاشوا بویل په هغې ويډيو کې چې د پاکستان پوځ د هغه له خوشي کولو وروسته جوړه او سي بي سي ټيلي ويژن خپره کړې، ويلي چې د دوی پر ګاډي ډزې شوي، خو په خبره يې چې پاکستانيو ځواکونو دوی وژغورل.

نوموړي زياته کړې، هغه وسله وال چې دوی يې په بند کې ساتلي وو، دی يې (ښه) خو پرېږده چې (ډېر بد) مسلمانان هم نه بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG