د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکایانو په راخوشې کولو ټرمپ پاکستان وستایلی


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کورمه کې له وسله والو څخه د یوې امریکايي ښځې او د هغې د کورنۍ د خلاصولو لپاره د پاکستان مننه کړې.

پاکستاني پوځ پرون وویل چې امریکايي ښځه کیتلن کولمن، د هغې کاناډايي مېړه جاشوا بویل او درې ماشومان یې له افغان طالبانو خلاص کړي دي. ولسمشر ټرمپ بېګا په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، پاکستان د دې کسانو په خوشې کولو کې ډېر زیار ایستلی:

((زه غواړم د پاکستاني حکومت مننه وکړم. غواړم د پاکستان مننه وکړم. هغوی [د کورنۍ د خلاصولو په برخه کې] ډېر کار کړی دی. او زه باور لرم چې هغوی بیا د امریکا درناوی پیلوي. دا ډېره مهمه ده، زما په اند یو شمېر هېوادونه د امریکا درناوی پیلوي.))

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په خپل بیان کې ویلي چې دا امریکايي – کاناډايي کورنۍ یې تر هغې وروسته له وسله والو خلاصه کړه چې په افغانستان کې امریکايي پوځ ورته استخباراتي معلومات ورکړل چې هغوی کورمې ته اړول شوي. د کولمن او بویل درې بچي د وسله والو په بند کې پیدا شوي دي. دوی په ۲۰۱۲ز کال د افغانستان په چکر تللي ول چې وسله والو وتښتول.

XS
SM
MD
LG