د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د امریکا اټومي وسلو بټن تر شمالي کوریا غټه او زوروره ده


د امریکا ولسمشر ويلي د دې هېواد د اټومي وسلو بټن د شمالي کوريا تر هغه لوی او زیات قوي دی.

ډونلډ ټرمپ دا خبره د سېشنبې پر ورځ تر هغه وروسته پر خپله ټويټر پاڼه وکړه چې د شمالې کوریا مشر کيم جونګ ان ويلي و چې د اټومي وسلو د استعمال بټن يې تل پر میز پروت وي.

ټرمپ ليکلي، د شمالې کوریا له لوږې سره مخ رژیم کې یو څوک باید کیم ته ووايي چې زه هم د اټومي وسلو بټن لرم خو دا د ده تر هغې لوی قوي دی او زما بټن کار هم کوي.

د شمالې کوریا مشر د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي و چې د اټومي وسلو بټن يې تل په مېز پروت وي خو د هغه په خبره هغه وخت به اټومي وسله وکاروي کله چې د شمالې کوریا امنیت له ګواښ سره مخامخ شي.

د نوموړي په خبره دا ګواښ نه بلکې حقيقت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG