د لاسرسي ځای

تازه خبر

منګل: د جنايت کارانو خلاف کارروايي کوو


د افغانستان ننګرهار ولايت والي ګلاب منګل وايي دی کوښښ کوي چې په جلال اباد ښار کې د زياتېدونکو جرمونه مخه ونيسي.

نوموړي پر دوشنبه له مشال راډيو سره خبرو کې ومنله چې په ښار کې غلاوې او وژنې زياتې شوي دي خو زياتوي چې د بېلابېلو کاروايانو په ترڅ کې به مجرمين په نښه کوي.

د تېرې پنچشنبې په ورځ په ننګرهار کې خلکو پر خرابېدونکي امنيت د اندېښنو ښودلو لپاره په جلال اباد کې مظاهرې کړې وي او له حکومته يې غوښتي وو هغه چارواکي دي ليري کړي چې په امن راوستلو کې پاتې راغلي دي.

XS
SM
MD
LG