د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: سپريم کورټ د ناوالني درخواست رد کړ


الیکسي ناوالني
الیکسي ناوالني

د روس سپريم کورټ د اپوزيشن سياستوال اليکسي ناوالني درخواست رد کړی دی. ناوالني دا درخواست د هغې پرېکړې خلاف ورکړی وو چې دی د ۲۰۱۸ کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې له کانديدېدو منع کوي.

پرون عدالت د نوموړي په اړه د روس د انتخاباتو مرکزي کميسيون د دسمبر د پنځه وېشتمې پرېکړه تاييد او د قانون سره سمه وبلله. کميسون ويلي وو چې د درغليوو خلاف فعاله، اليکسي ناوالني ولسمشرۍ ټاکنو کې د کاندیديدو وړ نه دی.

د ناوالني يوه وکيل ويلي چې نوموړی به اوس خپل کېس د بشري حقونو اروپايي عدالت ته وړي. نوموړی د دوکې په هغه کېس کې ګرم پېژندل شوی چې سياسي ګڼل کېږي. هغه له خپلو پلويانو غوښتي چې د راتلونکي کال د مارچ په اتلسمه کېدونکو ټاکنو څخه بايکاټ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG