د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فلم د ترهګرۍ او سختدریځۍ وهلو ښه ذریعه ده'


د پاکستان حکومت ویلي دي د فلمي صنعت د بحالۍ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي او دې لړ کې يې یوه منصوبه شورو کړې ځکه چې د ترهه ګرۍ او سختدرېځۍ پرضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت ته هم لار هوارېدای شي.

بل پلو له فلم سره د تړلو خلکو وینا ده که حکومت د فلم صنعت سره سره د فنکارانو ژوند ته هم پاملرنه وکړه نو د ټولنې په پرمختګ کې فلم غوره کردار ادا کېدای شي.

د زیارت په ورځ په اسلام آباد کې یوې دستورې ته وینا کې د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب وویليچې پاکستان د فلمونو په زریعه د ترهه ګرۍ او سخت درېزۍ پرضد خپله بیانیه نړۍ ته وړاندې کولې شي نو په دې خاطر حکومت فېصله کړې چې د فلمي صنعت د بحالۍ لپاره هر ممکن اقدامات وکړي.

د نوموړې په خبره د نوي کهول د ذهن بدلولو لپاره دوی د فلم او کلتور په زریعه ښه اقدامات کولې شي او دا د پاکستان د هر وګړي زمه واري ده چې د ترهه ګرۍ خاتمه کې خپل کردار ولوبوي.

ایا د اردو فلم 'ورنه' پښتانه منفي ښودلي؟

مشال راډیو چې په دې اړه د فلمونوسره د تړلو خلکو نه وپوښتل چې فلم په امن راوستو او د سخت درېزئ پر ضد څومره کردار ادا کولې شي نو د دوی وینا وه چې په یو فلم کې د ټولنې او د رویو عکاسي کېږي نو په دا معنا دوی کولې شي چې په خپلو فلمونو کې امن ته لار هواره کړي.

د پښتو فلمونو ډایرېکټر شاهد عٍثمان مشال راډیو ته وویل چې که حکومت په رېښتیا د فلمي صنعت د پرمختګ لپاره کار وکړي نو دوی کولای شي چې داسې فلمونه جوړ کړي چې امنیت ته ترې لار هوارېدی شي

د نوموړي په خبره کېدای شي ولې نه شي کېدای فلم یو داسې تفریح او مېډیم دی چې په زریعه يې خلکو ته په ښه انداز رسېدای شي نو که دوی ته حکومت سرپرستي ورکړي نو دوی د وطن پحقله او د ترهه ګرۍ پر ضد فلمونه جوړولې شي او د حکومت ځکه مرسته پکار وي چې دوی یو ښه فلم جوړوي او په هغې کې داسې د یوې سرکاري ودانۍ ضرورت وي یا د تهاڼې ضرورت وي نو حکومت يې نه ورکوي که څه هم دوی د پولیسو په ښه کردار پکې کار شوې وي خو له بده مرغه چې دوی په غرونو کې په مانسهره کې هم فلم جوړوي نو اکثره د هغه ځای خلک ورپسې راشي او حکومت د دوی هېڅ مرسته نه کوي بلکې اکثره خو پولیس راشي او وايي ځئ له دې ځایه.

د پښتو فلمونو پروډیوسر ملک آصف الله هم له حکومته ګیله وکړه چې د نړۍ په پرتله پاکستان کې حکومت فلمي صنعت ته توجه نه ورکوي او هم په دې وجه فلمونو جوړونکي مجبوره دي چې په کمو پېسو باندې غېر معیاري فلمونه جوړ کړي.

نوموړي وویل نن سبا خو له ترهه ګرۍ سره ټوله دنیا مخ ده له افغانستان نه واخله تر د فلسطین او پاکستان پورې نو ولې نه شي کېدای چې کوشش څوک کوي او یوه خبره ده چې په لټون الله هم موندې شي نو هر څه کېدای شي نو کوشش پکار دی که دې حکومت د دوی سره مرسته وکړي نو دوی به ښه ښه موضوګانې رواخلي او په ښه لیکوالانو په فلمونه ولیکي او په ښه ډایرېکټرانو له به يې جوړ کړي نو خدای دې وکړي چې حکومت دا کوم اعلانونه کړي دي چې دا عملي کړي نو دوی به له حکومته زیاته منډه وهي.

سنسر بورډ : ”مالک“ فلم پښتانه او سیندیان په نښه کړي

له دې وړاندې وزیر مملکت مریم اورنګزیبد روان کال د اکتوبر په شپږمه نېټه هم په یو بیان کېویلي وو چې وفاقي حکومت د فلمي صنعت د بحالۍ لپاره اقدامات کوي او ډېر ژر به په هر غټ ښار کې سیني پېک سنېماګانې جوړوي.

د دې ترڅنګ په لاهور کې د فلمونو ډایرېکټرانو او پروډیوسرانو په یوه غونډه کې په پاکستان کې د فلمي صنعت مخ په ښکته تلو باندې اندېښنې څرګندې کړې وې او وویل يې وو چې په پاکستان کې د کال ۱۹۹۰ نه وړاندې ټولې ۷۵۰ سنېماګانې وې چې شمېره يې په کال ۲۰۰۰ کې ۴۳۳ ته راورسېده او له دې روستو د خراب امنیتي صورتحال له وجې اوس په ټول پاکستان کې څه د پاسه سل سنېماګانې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG