د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانوژونکي برید شپږ تنه وژلي


کابل ښار کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې ورځې ګهیځ ​د کابل په ششدرک سیمه کې یوه ځانوژونکي برید شپږ تنه وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل، په دغه برید کې دوه سرتېري وژل شوي خو نور ډېری مړه ژوبل ولسي وګړي دي. نوموړي وویل، بریدګر چې یو ځوان هلک وو، د امنیتيو ځواکونو له لوري له پېژندلو سره سم پر خپلځان پورې تړلیو باروتو ته چادونه ورکړه.

د پېښې یوه عیني شاهد صفي‌الله ازادي راډیو ته وویل، ''اتو بجو ته شل دقیقې پاته وې چې یوه زوروره چاودنه وشوه، زه یې هم ولړزولم. خلک په منډو شول.''

د دغه برید ذمه واري داعشیانو منلې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې ده.

په اعلامیه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له غم ځپلیو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې.

د کابل ششدرک سیمې ډېره زیاته امنیتي ځارنه کېږي ځکه چې دلته نېږدې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ودانۍ، د امریکا سفارت او د افغانستان ملي امنیت څو دفترونه دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام او ابراهیم ساپی

XS
SM
MD
LG