د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پېنس: هغه ورځې ولاړې چې پاکستان به ترهګر ساتل


پاکستان د ترهګرو په ساتلو ډېر څه بایلي: مایک پېنس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:22 0:00

د امریکا مرستیال ولسمشر ​​مایک پېنس

پراګ - د امریکا مرستیال ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که د وسله والو د پټنځایونو ساتلو ته دوام ورکوي نو ډېر څه بایللای شي.

مایک پېنس د پنجشنبې یا زیارت پر شپه په ناڅاپي سفر کابل ته ورغی او د باګرام په پوځي اډه کې یې امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته نوټس ورکړی دی.

ده وویل، امریکايي ولسمشر په افغانستان کې د سولې لپاره له خپلو ملګرو هېوادونو سره همکاري لا زیاتوي.

تر اوږدې مودې، پاکستان طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي. خو هغه ورځې لاړې.
مایک پېنس

پېنس تور پورې کړ چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې وسله والو ته پټنځایونه ورکړي:

''تاسې خبر یاست چې تر اوږدې مودې، پاکستان طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي. خو هغه ورځې لاړې. ولسمشر [ډونلډ] ټرمپ پاکستان ته نوټس یا خبرداری ورکړی. څه چې ولسمشر ویلي، زه یې اوس بیا وایم، که پاکستان له امریکا سره ملګرتیا کوي نو ډېر څه تر لاسه کولای شي او که پاکستان جنایتکاران او ترهګر ساتي نو ډېر څه بایلي.''

د اګست پر ۲۱مه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت پر پاکستان، وسله والو ته د پټنځایونو د ورکولو تور پورې کړ او پر هغه هېواد یې د ترهګرو ډلو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه. اسلام اباد تل دا تور رد کړی او وايي، خپله د ترهګرۍ ښکار دی.

افغان ولس دې خبر وي چې امریکا ورسره ولاړه ده.
مایک پېنس

د امریکا مرستیال ولسمشر په خبرو کې د افغان ولس او ځواکونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن ورسره د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ولاړ دی:

"افغانان ویاړلي او شریف خلک دي چې په ۱۹۸۰ز لسیزه کې له پخواني شوروي اتحاد سره په اوږده جګړه کې، په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د طالبانو په ظالمانه واکمنۍ کې او په وروستیو کلونو کې د ترهګرو او وسله والو له کبله تر اوږدې مودې کړېدلي چې لا هم د هغوی کورونه او کورنۍ ګواښي. دې وسله والو له ۳۵ زره څخه د زیاتو افغان امنیتي سرتېرو او بېشماره ولسي وګړو ژوند اخیستی. خو پر دې ټولې شخړې او جدوجهد سربېره، د دې افغانانو، چې تاسې یې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای خدمت کوئ، له خپلواکۍ سره یې مینه نه ده ختمه شوې. افغان ولس دې خبر وي چې امریکا ورسره ولاړه ده."

پاکستان د ترهګرو په ساتلو ډېر څه بایلي: مایک پېنس
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:22 0:00

مایک پېنس وویل، له افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل او هغوی ته یې د واشنګټن د ژمنتیا له ډاډ ورکولو سره وویل چې امریکايي ځواکونه به تر هغو په افغانستان کې وي چې امریکا او "ولس ته ورپېښ یې ګواښونه په بشپړه او د تل لپاره" نه وي ختم کړي.

ده زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د جګړې د ډګر د هڅو تر څنګ د امریکا د ډېپلوماټیکو او اقتصادي اقداماتو د همغږي کولو امر کړی دی چې په افغانستان کې د "تلپاتې او عادلانه سولې" مقصد تر لاسه شي.

XS
SM
MD
LG