د جرمونو نړیوالې محکمې له افغانانو غوښتنه کړې چې له دوی سره د شویو تېریو په اړه یوه ځانګړې پاڼه ډه کړي.
دغه محکمې د دې کار لپاره د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې تر۳۱ مې وخت ټاکلی دی.
خلک کولای شي چې په انټرنیټ په دري، پښتو یا انګریزي ژبه کې خپل شکایتونه د هالینډ دغه محکمې ته واستوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن مشال راډیو ته ویلي چې په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.