د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پچيراګام ولسي ځواک سنګرونه سمبال کړل


د افغانستان د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې۱۵۰تنه ولسي ځواک د سيمې د امنيت ټينګولو په موخه خپل سنګرونه نیولي.

د دغه ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د ګل په ورځ مشال راډيو ته وويل،تر ډېرو هلو ځلو وروسته د پچيراګام ولسوالۍ په ګيره خيلو سيمه کې د سیمې ۱۵۰کسيزه ولسي ځواک په اوو پوستو او يوه لویه اډه کې په وسلو او نورو تجهيزاتو سمبال، د خپلو سیمو امنيت ته وسپارل شو.

خوږياڼي په خبرو کې زیاته کړه چې دغو کسانو ته به د حکومت له خوا د ملي امنيت په چوکاټ کې تنخا هم ورکول کېږي او د اړتيا په وخت کې به د افغان امنیتي عسکرو لخوا مرسته هم ورسره کېږی.

پچيراګام د ننګرهار ولایت له ناامنه ولسواليو څخه ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG