د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: عیسویان اختر په سادګۍ لمانځي


کوټه: عیسویانو اختر په سادګۍ لمانځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د کرېسمېس ورځ له هغو کورنیو سره د خواخوږۍ ښودلو په موخه په سادګۍ سره لمانځل کېږي چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې د دغه ښار پر یوه کلیسا د ځانوژونکي بری پرمهال وژل شوي ول.

د کوټې په ګډون د صوبې په بېلا بېلو کلیساګانو کې تر ټینګې امنیي څارنې لاندې د حضرت عیسا علیه سلام د زوکړې ورځې په اړه غونډې او خصوصي دعاګاني وشوې.

د سي سي ټي وي کېمرو ترڅنګ په لوی شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر د کلیساګانو دننه او بهر ګمارل شوي ول او بې له تلاشۍ او کارډه یې هېڅوک کلیساګانو ته دننه نه پرېښودل.

د مشال راډيو خبریال ایوب ترین وايي چې په کوټه ښار کې د امنیت ساتلو لپاره پولیس او سرحدي ځواک ګزمې کوي.

په ټول ښار کې عیسوي ټولنه خپل اختر په سادګۍ لمانځي، ځکه چې اته ورځي وړاندې د کوټې پر زرغون سړک په یو چرچ باندې د ځانمرګیو ډله ییز برید کې نهه تنه وژل شوي ول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. د دې ترڅنګ څلوېښت نور ژوبل شوي ول. په ژوبلو کې ځنې لاهم په روغتونو کې بستر دي.

د کرېسمېس جامې یې کفن شوې

تر هغې پېښې وروسته د عیسويانو پادریانو اعلان کړی وو چې اختر به په سادګۍ لمانځي. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د کرېسمېس پرمهال دې د کلیساګانو ساتنې لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

نن ماسپښین د کوټې په ګورا هدیره کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې پکې د اتلسم ډیسېمبر په پېښه کې د وژل کسانو پر قبرونو باندې خوشبوداره ګلان وپاشل شول او ماښام به د هغوی په یاد کې د کلیساګانو و مخې ته ډیوې هم بلې کړل شي.

XS
SM
MD
LG