د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر کلیسا برید کې وژل شوي خاورو ته وسپارل شو


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اتوار په ورځ پر یوه کلیسا د ځانوژونکیو بریدګرو په برید کې د وژل شویو نهه کسانو مړي نن د دغه ښار ګورا هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

پر زرغون سړک د عیسایانو پر یوه چرچ (کلیسا) په هغه برید کې تر ۴۰ زیات کسان ژوبل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د بلوچستان حکومت په پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره سړي سر لس لس لاکه او د ژوبلو لپاره پنځه پنځه لاکه روپۍ ورکولو مرسته اعلان کړې.

پیښه هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي تیره ورځ په کلیسا کې عیسویان په عبادت بوخت ول چې ناڅاپه دوه وسله وال کسان و کلیسا ته ورننوتل.

لومړي بریدګر د پولیسو په ډزو کې تر ژوبلېدو وروسته د هغه تالار مخې ته پر خپلځان تړلي باروت والوزول چې عبادت پکې روان وو او دوهم کس له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو. له دغه بریده د کلیسا و بېلا بېلو برخو ته هم زیان اوښتی دی.

تر پېښې وروسته پولیسو او سرحدي عسکرو په کوټه کې ښار کې نه یوازې ګزمه زیاته کړې ده بلکې له ښاره پر وتونکیو لويو لارو د مشکوکو کسانو پلټنې هم کوي.

د بلوچستان حکومت په پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره سړي سر لس لس لاکه او د ژوبلو لپاره پنځه پنځه لاکه روپۍ ورکولو مرسته اعلان کړې. د دغه صوبې ګورنر محمد خان اڅکزي او د اعلا وزیر نواب ثناء الله زېري په برید کې د ژوبل شویو کسانو تپوس ته ورغلي او ویلي یې دي چې دوی به د مذهبي کرکې پرضد خپلې هڅې لاپسې زیاتې وي. او په صوبه کې به امنیت نور ټینګوي.

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې په ټوله صوبه کې د کوټې پر کلیسا د برید پرضد نن دوشنبه کاربندیز اعلان کړی او وکیلانو د مقدمو پېشیو ته نه ورځي.

پر کلیسا د ځانمرګي برید پرضد د یکشنبې پر ماښام د کوټې پر هاکي چوک باندي یوه احتجاجي مظاهره هم وشوه او د عیسوي عبادت ځایونو د خوندي کېدو لپاره یې د ځانګړيو ګامونه پورته کولو غوښتنه کوله.

تر برید وروسته د مظاهرې ویډیو

په کوټه کې پر کلیسا ځانمرګی برید شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

بلخوا ماښام ناوخته د عیسویانو مذهبي او سیاسي مشرانو په کوته پرېس کلب کې په یوه خبري کانفرنس کې د یادې پېښې په کلکه غندنه وکړه او دا یې د مذهبي ازادۍ پرضد وګڼله او یې ویل چې د دې پېشې مقصد یوازې په صوبه کې و مذهبي کرکې او تعصب ته لمن وهل دي. دوی هوډ وښود چې تل به دا ډول هڅې ناکامه کوي.

دغه مشرانو پرعیسویانو زور راوړ چې یوه اونۍ وروسته راتلونکې کرسمس دې له غم ځپلیو کورنیو سره د پیوستون ښودولو په موخه په سادګۍ ولمانځي.

عیسوي مشرانو له حکومته غوښتنه کوله چې په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد دې نه یوازې ګامونه پورته کړي بلکې د کوټې په ګډون د صوبې په نورو برخو کې دې د عیسویانو پرعبادت ځایونو د امنیت نیولو لپاره کلک ګامونه پورته کړي.

بلخوا په بلوچستان کې د پوځ مشر کمانډر سدرن کمان لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه بېګاه ماښام د کوټې په سیویل هسپتال کې له ټپیانو سره تر لیدو وروسته د عیسویانو له مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو او سرحدي عسکرو پر وخت د عملیاتو په نتیجه کې وسله والو کسان په کلیسا کې دننه په زیات ځاني زیان رسولو کې بریالي نه شول. د نوموړي په وینا چې د وسله والو ډلو پرضد به ترهغو جنګ روان وي چې تر څو یې په صوبه کې بشپړ امنیت نه وي ټینګ کړی.

کوټه: پر کلیسا د برید وروسته ترهېدلي خلک خپل سر خوندي کوي
کوټه: پر کلیسا د برید وروسته ترهېدلي خلک خپل سر خوندي کوي

د کوټه کلیسا تر برید وروسته
د کوټه کلیسا تر برید وروسته

کوټه: کلیسا تر برید وروسته
کوټه: کلیسا تر برید وروسته

XS
SM
MD
LG