د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرېسمېس جامې یې کفن شوې


مدیحه ۲۹ کلنه وه او د کوټې پر کلیسا په برید کې ووژل شوه
مدیحه ۲۹ کلنه وه او د کوټې پر کلیسا په برید کې ووژل شوه

پراګ - لور وويل، نن چې کليسا ته ځم نو د کرېسمس نوې جامې اغوندم. مور وويل، نه کرېسمس ته لا اته ورځې پاتې دي نن يې مه په غاړه کوه.

لور د مور خبره ومنله خو لږ وخت وروسته يې بېرته ذهن بدل کړ او وې ویل چې خير دی له کليسا چې راشم نو د لږ وخت لپاره به يې واغوندم.

خو مور بيا اختلاف وکړ او ورته یې وویل، لورې چې بېرته راشې نو د کور کارونه به کوې او هسې به دې جامې خيرنې شي.

لور د مور خبره ومنله او کليسا ته ولاړه.

دا د يکشنبې يا اتوار ورځ او د ډېسېمبر ۱۷مه وه.

مديحه د کرېسمس په جامو کې خاوره ته وسپارل شوه.
مديحه د کرېسمس په جامو کې خاوره ته وسپارل شوه.

د کوټې ښار په دې کليسا کې عيسويانو عبادت کاوه چې ناڅاپه وسله والو ورباندې بريد وکړ او نهه کسان يې ووژل.

يوه ګولۍ د ۲۹ کلنې مديحه برکت په مرۍ کې ولګېده او لږ وخت وروسته يې د خپلې ورېنداري په غېږ کې ساه ورکړه.

د دې مړی کورته او زخمي مور يې روغتون ته يوړل شوه.

خپلوانو هم هغې جامې چې مديحې په ژوندون غوښتې ور په غاړه کړې او د کفن په توګه یې ور واغوستلې.

کورنۍ مديحې ته د خوښې بنګړي ور په مړوندو کړل، سینګار يې کړه او خاورو ته يې وسپارله.

مديحه مړه ده او مور يې په روغتون کې ده او پر کومو جامو چې تر پېښې څو ساعته له مخه تکرار کاوه هم هغه جامې یې په کفن بدلې شوې.

کورنۍ يې د هغې د خوښې بنګړي ور په مړوندو کړل، سینګار يې کړه او خاورو ته يې وسپارله.

خو د ۲۹ کلنې مدیحې برکت ژوند هم له ډېرو کړاوونو ډک وو.

د دې د ورور دانش برکت په وينا چې په ماشومتوب کې پوليو وايرس د هغې يو لاس ور شل کړی وو او په ذهني ډول هم له مشکلاتو سره مخامخ وه.

هغه ۲۹ کلنه وه خو عادتونه يې د ماشومانو په شان ول.

په وړو وړو خبرو به يې ژړل او هم په وړو خبرو به يې خندل.

د مديحې تر مرګ وروسته پیشو له عادت سره سم، هره ورځ د هغې کوټې ته ورځي.
د مديحې تر مرګ وروسته پیشو له عادت سره سم، هره ورځ د هغې کوټې ته ورځي.

لا هم يې له نانځکو سره لوبې کولې او په کوټه کې يې نن هم د خوښې درې نانځکې پرتې دي.

د دې يوه پیشو هم وه چې دې ورته ((توره)) ویل.

دانش برکت وايي، پیشو سهار وختي نېغه د مديحې کوټې ته ورغلله او په برستڼ کې ورسره ويده شوه.

وروسته به دواړه پاڅېدل او سهارنۍ يا ناشته به يې ګډه وکړه.

خو د مديحې تر مرګ وروسته پیشو له عادت سره سم، هر سهار، د هغې کوټې ته ورځې خو هغه نه وي.

د هغې د ورور په خبره چې پیشو خوراک نه کوي او خپه، خپه ګرځي.

XS
SM
MD
LG