د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو تازه بندیزونه رد کړي


شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د بندیزو پرېکړه رد کړې او دا يې جنګي عمل بللی دی.

د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت د اتوار پر ورځ وويل، د ملګرو ملتونو بنديزونه په مکمله توګه ردوي چې د هغه هېواد د حاکميت سرغړونه ده.

دا بيان تر هغې دوه ورځي وروسته راغلی چې ملګرو ملتونو پر شمالي کوريا د بيلېسټېک توغندي ازموينو پر سر نوي بنديزونه ولګول. شمالي کوريا تېره مياشت د یوه داسې بيلېسټېک توغندي د بریالۍ ازموینې دعوه کړې وه چې امریکا په نښه کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG