د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د یوه پاکستاني ډاکټر په ګډون د نړۍ پر ۵۲ کسانو بندیزونه ولګول


امریکا د میګنېڅکي په نوم له قانون سره سم، د نړۍ پر ۵۲ نورو کسانو د بشري حقونو د سرغړونو په تور بندیزونه اعلان کړي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د بندیزونو په اعلان شوي لېسټ کې د پاکستان، روسیې، ازبکستان او اوکراین په ګډون د یو شمېر هېوادونو وګړي شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت پر پاکستاني ډاکتر مختار حامد شاه هم بندیزونه لګولي چې د راولپېنډۍ اوسېدونکی دی او پر ده تور دی چې د خلکو په تښتونو، په بندي کولو او د هغوی د اعضاو په غلا او قاچاق کې لاس لري.

شاه تېر کال په اکتوبر کې نیول شوی وو. پاکستاني پولیس وايي، ده به د کار ورکولو په پلمه بې وزله خلک پېنډۍ ته ورغوښتل، هغوی به یې بندي کول او بیا به یې د هغوی پښتورګي ورڅخه ایستل او خرڅول.

د بندیزونو په لېسټ کې د پخواني ازبک ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریموفا او د روسیې د لوی څارنوال زوی ارتیوم چایکا هم شامل دی.

د خزانې وزارت تازه بندیزونه تر هغې وروسته اعلان کړي چې د چارشنبې یا شورو پر ورځ یې د چیچنیا د سیمې مشر رمضان قدیروف په ګډون پر پینځو روسیو وګړیو هم له میګنېڅسکي قانون سره سم بندیزونه ولګول.

پر قدیروف د خلکو د ځورونو او عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې د وژلو تور دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG