د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ملي لوبغالی پراخیږي


په خوست کې د ورزشکارانو او د سپورټ د مینه والو ډېرښت او شمېر ته په کتو د افغانستان د المپیک ملي کمیټې لخوا د خوست د ملي لوبغالي د پراخولو کار پیل شو.

د خوست ولایت چارواکي وايي، د ملي لوبغالي دباندې ساحه چې خواوشا دوه لسیزې وړاندې ورڅخه چاردیوالي راتاو شوې، په اساسي ډول جوړیږي او په هغه ځای کې یو شمېر ورزشي فدراسیونونو ته د تمرینونو او دفترونو لپاره د ځانګړو ځایونو جوړول هم په پلان کې دي.

د پنجشنبې په ورځ په ملي لوبغالي کې د یادو کارونو د پیل په ځای کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل ځايي ادارې له پخوا له اړوندو ادارو غوښتنه کړې وه، چې د خوست مليلوبغالي پراخولو، جوړولو او تزيين ته پاملرنه وکړي.

خوست والي زیاته کړه، په ملي لوبغالي کې د جیپس کارۍ په ګډون یو شمېر مهمې پروژې عملي شوي او د نویو برنامو په پلي کیدو سره به پدې ځای کې د ورزشي فدراسیونونو د لوبغاړو د تمرینونو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د ده وینا چې پدې پروګرامونو کې د لوبغالي رنګول، فلزکاري، په مزایکو د لوبغالي د باندې ساحې فرش کول، د چاردیوالۍ لوړول، پر سر يې د جال نصبول او د فدراسیونونو د خونو جوړول شامل دي.

په خوست کې د جرګو له تالار پرته چې تر زرو پورې کسان په کې ځاییږي، بل داسې ځای چې د ډېرو کسانو د راټولیدو ظرفیت ولري نشته، نو له همدې کبله هغه راټولیدنې، جشنونه او پروګرامونه چې ګډونوال يې ډېر وي، په ملي لوبغالي کې جوړیږي.

د خوست د یو ورزشي فدراسیون مشر یونس اهنګر وايي، درې کاله وړاندې کله چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي خوست ته راغلل، ډېری ننداره کوونکي يې چې د لیرې سیمو راغلي ول، د ځای د کمښت له کبله بېرته مایوسه ستانه شول.

نوموړی د لوبغالي پراخول یو ښه اقدام بولي او غوښتنه کوي، چې په خوست کې د ورزش مینه والو شمېر ته په کتو دې میدانونهجوړ شي.

د خوست ملي لوبغالی اصلاً د فوټبال لوبې لپاره جوړ شوی، خو اوسمهال په کې ځنې نورې رزمي او غیر رزمي لوبې هم کیږي.

د فوټبال یو تن ورزشکار عبدالفتاح وايي په یاد ولایت کې د فوټبال مینه وال ډېر دي او پدې سټوډیم کې د ټولو د ځایولو ګنجایش نشته، نو کچیرې د اداري کمپلیکس تر څنګ هلته له شته ډاګ څخه چاردیوالي راتاو شي، د فوټبال ورزشکارانو ته به اسانتیا رامنځته شي.

یاده دې وي، په خوست کې د ملي لوبغالي سربیره په یاد ولایت کې د کرېکټ یو شخصي او بل ملي لوبغالی شته، خو دواړه واړه دي او چاردیوالي يې دومره ټيټې دي، چې د لوبو پر مهال خلک په دیوالونو وراوړي، چې له یوې خوا بې نظمۍ ځنې جوړیږي او بل لوري ته لوبغالو ته هم مالي زیانونه رسیږي.

کتونکي پدې اند دي، چې په هر ولایت کې د جوړیدونکو لوبغالو ظرفیت او څومره والۍ باید د سیمه والو علاقمندی ته په کتو په پام کې ونیول شي، نه داسې چې په ټولو ولایتونو کې لوبغالي په یو ډول او یوه کچه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG