د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نړۍ کې روان کال ۶۵ خبريالان وژل شوي"


د بې پولې خبريالانو سازمان وايي چې په روان ۲۰۱۷م کال کې په نړۍ کې ۶۵ خبريالان او له رسنيو سره تړلې کسان وژل شوي دي. دا شمېره د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه کمه ده. پاريس مېشتې دې سازمان نن په خپاره شوي خپل کلني راپور کې ويلي چې په وژل شوو کې ۵۰ مسلکي خبريالانول او د وژنې دا شمېره په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو ټيټه ده.

سازمان وايي، کېدای شي د خبريالانو ښه روزنه او په جنګي سيمو د دوی خونديتوب يې په مرګ ژوبله کې د کموالي لامل وي. د دې بل لامل د خبريالانو خطرناکو سيمو ته تګ نه کول يا خپل مسلک بدلول هم دی. په وژل شوو ۶۵ خبريالانو کې ۳۹ قصداًً په نښه شوي او وژل شوي دي. پاتې هغوی يې بيا په هوايي بمباريو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سازمان زياتوي، پر دې سربېره د روان کال د ډيسمبر ته لومړۍ نېټې په ټوله نړۍ کې ۳۲۶ خبريالان د خبر او معلوماتو راغونډولو په تړاو بنديان شوي هم دي.

د بې پولې خبریالانو په کلني راپور کې افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې پکې خبریالانو ته زیاته مرګژوبله اوښتې ده.

سوریه (شام)، مېکسیکو، افغانستان،ت رکیه، پاکستان، بنګله دیش، چین او ایران هغه هېوادونه دي چې پکې خبریالانو ته مرګژوبله اوښتې، بندیان شوي یا ځورول شوي دي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG