د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتېژي اعلانوي


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په خپله وینا کې د امریکا نوې ملي امنیتي ستراتېژي اعلان کړي.

د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د متحده ایالاتو په نوې ملي امنیتي ستراتېژي کې د ولسمشر ټرمپ پر مشهوره پالېسۍ چې وايي په هر څه کې "لومړی امریکا" تمرکز شوی دی.

ښايي نوموړی چین د متحده ایالاتو سیال یا رقیب ونوموي او د اقتصادي یرغل تور پرې پورې کړي.

ولسمشر ټرمپ که څه هم له دې مخکې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ ډېره ستاینه کوله، خو له پیکېنګه‌ یې دا غوښتنه هم کوله چې پر خپل متحد شمالي کوریا دې د بالیسټیک توغندیو د ازموینو او د اټومي وسلو د پروګرام په خاطر فشار راوړي.

هغه پر چین د غیر عادلانه تجارتي پالېسۍ تور هم لګاوه.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مکماسټر یوه اوونۍ مخکې په یوه وینا کې وویل چې نوې امنیتي ستراتېژي به تر ډېره په بهر کې د امریکا د پوځي-اقتصادي پیاوړتیا، د چین او روسیې پر وړاندې د اقداماتو او د ایران او شمالي کوریا د اټومي پروګرامونو د محدودولو پر هڅو زاڅرخي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر

د امریکا امنیتي ستراتېژي چې پر مسوده‌ یې د شنبې او یکشنبې ورځ هم کار روان وو، هغه رسمي دولتي اسناد دي چې د رونالډ رېګن له ولسمشرۍ په راوروسته موده کې د امریکا هر ولسمشر تل د څلورو کلونو لپاره برابروي.

د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ادارې یوه چارواکي مایکل الن چې اوسمهال د بیکون په نوم د تحقیقاتي مرکز څيړونکی دی، فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د ملي امنیت ستراتېژي به د چین پر ضد د یو لړ اقتصادي اقداماتو د پیل په مانا وي.

د الن په وینا امنیتي ستراتېژي به دا اقتصادي اقدامات په حکومتي اسنادو کې ثبت کړي.

خو ځینو ګوتنیونکیو خبرداری ورکړی چې د چین پروړاندې هر راز سخت دریځ ښايي د نړۍ له دې ستر اقتصادي قدرت سره د یوې ویجاړوونکې تجارتي جګړې باعث شي.

د ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ویلي چې ولسمشر ښايي په خپله وینا کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما هغه اعلامیه هم باطله کړي چې د اب و هوا بدلون د امریکا د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG