د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر شمالي کوریا د بندیزونو پراخولو فرمان لاسلیک کړ


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پنجشنبه هغه فرمان لاسلیک کړ چې پر یوشمېر افرادو او کمپنیو د بندیزونو له لارې، پر شمالي کوریا بندیزونه نور هم پراخوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وویل چې دا د منلو وړ نه ده چې ځینې موسسې د شمالي کوریا د رژیم مالي ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ د جنوبي کوریا او جاپان له مشرانو سره له کتنې مخکې خبریالانو ته وویل، د ده د نوي فرمان عملي کېدل به هغه سرچینې بندې کړي چې د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د پیونګ یانګ هڅې تمویلوي. ښاغلي ټرمپ وویل:

"نن خپل هغه نوی فرمان اعلانوم چې دا شېبه مې لاسلیک کړ، دا فرمان زموږ واک فوق العاده پراخوي، څو هغه افراد، کمپنۍ او مالي موسسې په نښه کړو چې له شمالي کوریا سره کاروبار ته لاره اواروي."

شمالي کوریا چې د خپل اټمي پروګرام د پیاوړي کولو هڅه کوي او غواړي د اټمي سروکو لرونکو توغندیو په وسیله د امریکا د ویشتلو قابلیت ترلاسه کړي، د کیم جونګ اون تر قیادت لاندې لسګونه توغندي ازمایلي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه د شمالي کوریا د هغه بالسټیک توغندي ازموینه چې د جاپان پر فضايي قلمرو تېر شو، یو پاروونکی عمل وباله او په کلکه یې وغانده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال د شمالي کوریا د ګواښونو په وړاندې تند دریځ خپل کړ، د شمالي کوریا مشر یې راکټي سړی او یو انتحاري وباله.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این «Moon Jae-in» له سوله ییزې لارې د شمالي کوریا د اټمي بحران د حل غوښتنه وکړه او د ملګروملتو عمومي اسمبلې ته یې وویل چې که څه هم د خبرو مېز ته د شمالي کوریا د کېنولو لپاره بندیزونو ته اړتیا ده، خو ده زیاته کړه چې هېواد یې د شمالي کوریا سقوط نه غواړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو د ازموینو له کبله پر شمالي کوریا څو ځلې بندیزونه لګولي، خو پیونګ یانګ د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې نور بندیزونه به د دې هېواد اټمي پروګرام نور هم ګړندی کړي.

د نویو بندیزونو د اعلان پرمهال ولسمشر ټرمپ وویل چې د چین مرکزي بانک له شمالي کوریا سره کاروبار بند کړی او زیاته یې کړه چې په نویو اقداماتو کې به د شمالي کوریا د بارچالانۍ او د سوداګرۍ شبکې هم په نښه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG