د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: شمالي کوریا د ترهګرۍ مرستندویه هېواد دی


د امریکا ولسمشر د نومبر په ۲۰ مه اعلان وکړ چې حکومت به یې شمالي کوریا د ترهګرۍ پلوي هېواد په توګه ونوموي.

ډونلډ ټرمپ وویل،له دې پرېکړې سره سم به شمالي کوریا د نورو بندیزونو سره هم مخامه شي.

نوموړي دا اقدام د شمالي کوریا خلاف د زیات نه زیات فشار اچولو د کمپاین یوه برخه وبلله.

له دې سره به شمالي کوریا به د ایران، سوډان او شام په شان د هغو هېوادونو په لېسټ کې شامله شي چې په حکومتي کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

په دې اړه رسمي پرېکړه به نن سېشبنه د امریکا د خزانې وزارت لخوا اعلان کړل شي.

ټرمپ د کابینې د یوې غونډې پر مهال وویل، شمالي کوریا پر دې سربېره چې د جوهري ورانیو له لارې یې نړۍ ګواښلې، په پرله پسې توګه یې د ترهګرۍ د نړیوالو فعالیتونو ملاتړ کړی دی، چې پکې په بهرنۍ خاوره وژنې هم شاملې دي.

ټرمپ زیاته کړه په راتلونکیو دوو اونیو کې به شمالي کوریا د تر ټولو لوړې کچې د بندیزونو سره مخامخه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG