د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان چې په دیر او چترال خپه نه شو نو په فاټا هم نه خپه کېږي. اسفندیار


افغانستان چې په دیر او چترال خپه نه شو نو په فاټا هم نه خپه کېږي. اسفندیار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان يو ځل بيا ویلي دي چې قبايلي سیمې به له خېبرپښتونخوا سره يو ځای کوي. نوموړي دا خبره تېره ورځ په چمن ښار کې يوې جلسې ته د وينا پر مهال وکړه. هغه وويل چې د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ګډېدو په حق کې دي او یوازې دوه پښتانه سیاسي مشران يې مخالفت کوي. د اسفنديار اشاره د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته وه. نوموړي د مولانا فضل الرحمن هغه څرګندونې بېځایه وبللې چې ویلي یې ول که فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي نو د افغانستان دولت به پرې خپه شي. اسفندیار وویل کله چې چترال او دیر د خیبر پښتونخوا برخه ګرځېدل نو هغه وخت ولې افغانستان خپګان و نه ښود. جمعيت علما اسلام (ف ډله) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ لري چې د قبايلي سيمو د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلو په خوښه د رېفرنډم يا ټولپوښتنې له لارې وشي. د فاټا د راتلونکې اييني حيثيت په اړه د فاټا ولس او پارلماني غړي په يوه خله نه دي. ځينې له خېبر پښتونخوا سره يو ځای کېدل غواړي او ځينې بيا ځانله د بيلې صوبې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG