د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمزه په دغه ورځ سکول ته تلل نه غوښتل


.
.

د پېښور په ارمي پبلک سکول د ۱۶ دسمبر د طالبانو په حمله کې یو حمزه علي کاکړ هم وو چې په دغه ورځ ووژل شو.

هغه په نهم جماعت کې وو. پلار کوثر علي کاکړيي وایي ، دی بېنک کې کار کوي، او چې کله یي دا واورید چې د ځوي په سکول یي طالبانو حمله وکړه ، نو ډیر وارخطا شو، او زر یي سکول ته منډه کړه.

هغه وایي مشر زوی لکه د دوست غوندې وي، نو کله یي په حمزه څه سختي نده کړې. په دغه ورځ حمزه نه غوښتل چې سکول ته لاړشي، خو مور ته یي وویل د پلار د یرې ځي ځکه هڅې نه بیا ورته غصه شي. په دغه ورځ د دوی په سکول کې یو پروګرام هم وو، نو حمزه غوښتل هم کور کې پاتې شي. خو داسې ونشوه.

د حمزه د کورنۍ زیاتره خلک په پوځ کې دي، او ده هم غوښتل چې پوځ ته لاړ شي. پلار یي وایي حمزه به ورته ویل، چې ده ته به بریګیډیر سلوټ کوي، خو خپه پر دې دی ، چې بریګیدیر ورته سلوټ په ډیر وړوکې عمر کې وکړ، د هغه عمر ۱۵ کاله وو.

د حمزه ماما محمد شعېب مشال راډیو ته وویل، هغه ډیر تکړه او یو اوریدونکی ماشوم وو.

د حمزه تعلق د خېبر پښتونخوا د چارسدې سره دی، د هغه دوه خویاندې دي، یوه د ارمي پبلک سکول د نجونو په څانګه کې تعلیم حاصلوي.

XS
SM
MD
LG