د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ دې بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه وګرځوي. اردوغان


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له نړی غوښتي چې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې په غبرګون کې دې تر قبضې لاندې بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه وګرځوي.

نوموړي نن په استنبول کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د غونډې پرانیستلو پرمهال وویل، بیت المقدس د مسلمانانو لپاره وروستی برید [اخری حد] دی او مسلمانان به هېڅکله هم پر خپلو سپېځلیو ځایونو جارحیت و نه مني.

ولسمشر اردغان د خبرو پرمهال اسراییل د یو ترهګر ریاست په توګه یاد کړ.

د فلسطین مشر محمود عباس پر دې ټینګار وکړ چې د بیت المقدس په اړه د امریکايي ولسمشر ټرمپ دې ګام په منځني ختیځ کې د امنیت لپاره د واشنګټن د منځګړي په توګه رول ختم کړ.

ولسمشر ټرمپ د ډيسمبر پر شپږمه نېټه بیت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده او اعلان يې وکړ چې په اسراييلو کې به د امريکا سفارتخانه له تل ابيبه بېت المقدس ته لېږدوي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او افغان ولسمشر اشرف غني هم دې غونډې ته ورغلي دي.

له دې پرېکړې وروسته نه يوازې په اسلامي نړۍ کې توند غبرګونونه راوپارېدل بلکې د امريکا اروپايي اتحاديانو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم د دې پرېکړې غندنه وکړه.

بيت المقدس ښار ولې لانجمن دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG