د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندي ستوریو وېرات کوهلي او انوشکا شرما واده وکړ


د هندې فلمونو ستورې او د هندد کرکټ ټیم لوبغاړي وېرات کوهلې واده وکړ، دواړو د اټلې په میلان سیمه کې د دسمبر پر ۱۱ مه د واده مراسم تر سره کړل. چې پکې د دواړو د کورنیو نږدو غړو ګډون وکړ.

د هندي فلمونو ستورې انوشکا شرما او د هند کرکټ ټیم لوبغاړي وېرات کوهلې واده وکړ، دواړو د اټلې په میلان سیمه کې د دسمبر پر ۱۱ مه د واده مراسم تر سره کړل. چې پکې د دواړو کورنیو نېږدې غړیو ګډون وکړ.

انوشکا شرما او وېرات کوهلې په خپل ټویټر پاڼه د واده اعلان وکړ او ویې ویل نن دوی دواړه له یو بل سره دا ژمنه کوي چې د مینې په دې رشته کې به تل له یو بل سره وي او د دې خبر په ورکولو ډېر خوشاله دي، دا ښکلې ورځ زموږ د مینه والو په دعاګانو او مرسته نوره هم خاص ده، او د ټولو په دې هر څه کې ډېره مننه کوي.

دواړو یو شان پیغام د خپل واده له عکسونو سره شریک کړی دی.

View image on Twitter

هندۍ میډیا لیکي د دواړو د واده خبر تېره اوونۍ پر ټولنیزو رسنیو خپور شو، خو نه هم وېرات او نه هم انوشکا په دې اړه څه ویلي ول. د رسنیزو راپورونو له مخې د دوی د واده په مراسمو کې چې په اټلې کې تر سره شول، ډېرو لږو کسانو ته چې زیاتره یې نېږدې خپلوان ول، بلنه ورکړل شوې وه.

ایڼ ډي ټي وي لیکي دواړه به په هند کې د واده دوه پروګرامونه کوي، لومړی به د دسمبر پر ۲۱ د وېرات کوهلې لخوا په نوي ډیلې کې وي، او دوهم پروګرام به دواړه د خپلو ملګرو لپاره د دسمبر پر ۲۶ نیټه کوي.

په ټولنیزو رسنیو د دواړو د واده یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې انوشکا د پیکا پیازي رنګ لنګا اچولې ده، او پرې کار شوی دی، د هغې د واده جوړه هندي ډیزاینر سبیا ساچي جوړه کړې ده، او وېرات کوهلې هم د کار ډکه شیرواني اچولې ده. د میډیایي راپورونو له مخې دواړه به د واده د مراسمو وروستو خپلو کارونو ته ستنیږي.

وېرات کوهلي د هند د کرکټ د قامي لوبډلې کپتان دی او یو ډېر ښه بېټسمېن دی، بلخوا انوشکا د هندي فلمونو یوه تکړه هنرمنده ده، چې په یو شمېر کامیابو فلمونو کې یې کار کړی دی.

په راروان کال کې به کوهلې په ساوت افریقا کې په یو کرکټ سیریز کې برخه اخلې او انوشکا به د شاه رخ خان او کترېنا کیف سره په فلم کې خپل کار ته ستنیږي.

د واده د اعلان وروستو په ټولنیزو رسنیو دواړو ته د کرکټ او هندي فلمونو ګڼو ستورو مبارکي وییلې ده، شا رخ خان لیکي دا نو اوس په ريښتیا رب د دوی جوړا جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG