د دوشنبې پر ورځ یوه ټپي امریکايي سرتېري په روغتون کې سا ورکړه.
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت بېګاه شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دا سرتېری له دوو نورو امریکايي پوځیانو سره د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د موټر د ټکر په پېښه کې ټپي شوی او تر درملنې لاندې و.
په بیان کې د دې پېښې نېټه نه ده ښودل شوې خو ویل شوي چې دا پېښه د وسله والو مخالفینو د بريد په نتیجه کې نه ده رامنځ ته شوې او د دوو نورو ټپیانو علاج اوس هم روان دی.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې.