د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: جومات کې چاودنې ملا امام وژلی


د ننګرهار چارواکي وایي چې د مومندرې ولسوالۍ د لاندې باسول د سلطان خېلو مدرسې په جومات کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال په منبر کې د ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله ملا امام وژل شوي او اته نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې ټپيان د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ سيمه ييز روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د پېښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG