د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګري په اروپايي پارلېمان کې خپل یو استازی په جاسوسۍ تورن کړ


د هنګري څارنوالانو په اروپايي پارلېمان کې د دغه هېواد یو استازی د روسیې لپاره په جاسوسۍ تورن کړی دی.

څانوالانو د چارشنبې پر ورځ ویلي، بیلا کواکس د هنګري د یوې سختدریځې سیاسي ډلې غړی دی او په هغه د یو پردي هېواد د ګټو لپاره د اروپايي ادارو پرضد د جاسوسۍ تور لګول شوی دی.

څارنوالانو له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې منلې چې دغه پردی هېواد روسیه ده.

کواکس ماسکو ته ډېر تګ راتګ کوي او شک پرې کېږي چې د روسي له ډپلوماټانو سره په باقاعده توګه پټ ملاقاتونه کوي.

که جرم پرې ثابت شي نو ۵۷ کلن کواکس ته له دوو تر اتو کالو د بند په سزا ورکول کېدلی شي.

په هغه د هنګري چارواکیو په لومړي ځل د ۲۰۱۴م کال کې دغه تورونه پوري کړي وو. هغه وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG