د خیبر پښتونخوا په سوات کې د امنیتي ځواکونو په تازه عملیاتو کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د ضلعې د پولیسو مشر واحد محمود د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته ویلي چې د سوات په ځینې سیمو کې يې له پوځ سره په شریکه د لټون عملیات پیل کړي دي او پرون د چارباغ په اله اباد سیمه کې يې له وسله والو سره نښته شوې چې په نتیجه کې يې دوه وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي، وژل شوي کسان د یوې وسله والې ډلې غړي وو او د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې حکومت ته مطلوب وو.
په بیان کې راغلي چې په عملیاتو کې يې دوه وسله وال نیول شوي هم دي.
د وسله والو ډلو له خوا لا په دغه اړه څه نه دي ویل شوي.