د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا عدالت د ولسمشر ټرمپ د سفري بندېزونو فرمان قانوني کوي


د امریکا سپریم کورټ د ولسمشر ټرمپ د سفري محدویتونو فرمان قانوني ګرځولی چې له مخې یې د ولسمشر ټرمپ لخوا په شپږو اسلامي هېوادونو وروستې سفري محدودیتونه په بشپړه توګه عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وړو عدالتونو کې د سفري محدودیتونو په برخه کې اورېدنې دوام لري.

څارنوالانو ویلي،دا پریکړه اشاره ورکوي چې های کورټ به د سفري محدویتونو د قانوني حیثیت په اړه د وکیلانو د پوښتنو باوجود هم دا فرمان منظور کړي.

د سپیني ماڼی ویاند هوګن ګیډلی ویلي، سپینه ماڼۍ د سپریم کورټ د هغې نننۍ پرېکړي په اړه حیرانه نه ده چې د ترهګری ګواښونو پېښونکیو هېوادونو پر وګړیو د سفري بندېزونو عمليکېدو لپاره سمدستي اجازه ورکوي.

د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته به اوس د شپږو ملکونو وګړي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، شام او یمن شامل دي، په امریکا کې د خپلو کورنیو غړیو موجودګۍ باوجود هم هغه هېواد ته سفر نه شې کولی.

XS
SM
MD
LG