د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف تر نا اهل ګرځول کېدو وروسته له وزیراعظمۍ استعفی وکړه


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو په مقدمه کې د ملک وزیراعظم نواز شریف نا اهل وګرځاوی. دا پرېکړه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ پینځه کسیزې جرګګۍ نن ۱۲ بجې په اسلام اباد کې واوروله.

نوار شریف د سپریم کورټ له خوا تر نا اهل ګرځول کېدو وروسته له وزیراعظمۍ استعفی وکړه چې ورسره د پاکستان وفاقي کابینه تحلیل شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو په مقدمه کې د ملک وزیراعظم نواز شریف نا اهل ګرځولی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د د پاناما اسنادو په مقدمه کې د ملک وزیراعظم نواز شریف نا اهل ګرځولی دی.

دا پرېکړه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ پینځه کسیزې جرګګۍ نن ۱۲ بجې په اسلام اباد کې واوروله.

د فیصلې تر مخه نوازشریف د آین په دوه شپیتمه او درې شپیتمه ماده پوره نه دي نو له دې کبله د خپلې چوکۍ لپاره نااهله ګرځول شوی دی.

سپریم کورټ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی دی چې په سم دستي توګه د نواز شریف د قومي اسمبلۍ غړیتوب ختم کړي.

عدالت په پاکستان کې د احتساب قومي ادارې – نشنل اکاونټېبلیټي بېرو – ته امر کړی چې به شپږو اونیو کې مقدمه درج کړي.

د عدالت له خوا په اورول شوې لنډه پرېکړه کې ویل شوي چې په نېب کې به د درج کېدونکې مقدمې تر اثر لاندې د نواز شریف تر څنګ د هغه دوه زامن حسن نواز ، حسېن نواز او د هغه لور مریم نواز هم راځي.

د سپریم کورټ په ننۍ پرېکړه کې د وزیراعظم نواز شریف تر څنګ د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار هم نااهله ګرځول شوی دی.

د دې خبرې پخلی د پاکستان سرکاري ټلویژن او لویې څارنوالۍ یا د اټارني جنرل دفتر هم کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې سپریم کورټ د جولايي پر ۲۱ نېټه له هغه وروسته خپله پرېکړه خوندي کړې وه چې د دواړو غاړو د وکیلانو او ښکېلو کسانو بیانونه یې اورېدلي وو.

سپریم کورټ د پاناما اسنادو په اړه یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړې وه چې د روانې میاشت پر ۱۰مه یې خپل رپورټ عدالت ته وړاندې کړی وو.

په رپورټ کې د وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ شتمنۍ تر پوښتنو لاندې راغلې دي.

د دې رپورټ تر خپرېدو وروسته یو شمېر اپوزیشن ګوندونو له نواز شریف څخه د استعفا غوښتنه وکړه خو نوموړي انکار کړی وو.

نوموړي ویلي وو چې دی د ولس په ووټونو منتخب شوی دی نو ځکه د خپلې دندې تر پایه استعفا نه ورکوي.

غبرګون

د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مخکښې مریم اورنګزېب په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي دا دریم ځل دی چې د ولس له خوا ټاکل شوی وزیراعظم لرې کېږي.

نوموړې ویلي چې دوی - واکمن مسلم لیک نواز ډله - به د سپریم کورټ د پرېکړې جاج اخلي او له هغه وروسته به خپله تګلاره جوړوي.

XS
SM
MD
LG