د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نېکولسن ویلي، پاکستان لا تراوسه په دغه هېواد دننه د افغان طالبانو د پټنځایونو پرضد هېڅ ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړي تیره ورځ د امریکا د دفاع وزرات نه د ټیلي کانفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي، د امریکا مشرتابه غواړي چې پاکستان د وسله والو د پټنځایونو پرضد ګامونه پورته کړي او وسله والو سره مرستې ودرول شي.

جنرال نیکولسن وویل، وسله وال او ترهه ګر له پاکستانه په افغانستان کې امریکايي ځواکونه، د ایتلافي هېوادونو سفیران او سرتېري او افغانان په نخښه کوي.

پاکستان وخت په وخت په دغه هېواد دننهد وسله والو د پټنځایونو د موجودګۍ تورونه رد کړي دي او وايي چې پاکستان او ځواکونه يې خپله د تره ګرۍ ښکار دي.

XS
SM
MD
LG