د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد - واشنګټن ترینګلیو اړیکیو ښه کولو هڅې


د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د پاکستان له وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر قمر باجوه سره روغبړ کوي. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د پاکستان له وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر قمر باجوه سره روغبړ کوي. ۲۴م اکتوبر ۲۰۱۷

که څه هم په دې وروستيو کې امريکايي او پاکستاني لوړپوړیو چارواکیو له ترهګرۍ سره پر مبارزه د بحث لپاره د يو بل هېوادونو سفرونه وکړل خو اړيکې يې ښې نه شوې.

پاکستان کې د حقاني شبکې پرضد د کاروايي نه کېدل او په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد خوشېکېدلو دا تعلقات نور هم خراب کړي چې له کبله يې امريکايي چارواکو يو ځل بيا وسله والو سره د پاکستان پر اړيکو نېوکې کړې دي. خو اسلام اباد د واشنګټن خپګان د نظر توپير بولي او وايي ورسره د اړيکو ښه کولو کوښښ کوي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل د نومبر په دېرشم تاريخ اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د امريکايي چارواکو وروستيو بيانونو کې پر اسلام اباد تنقيد له دې وجې دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم د ترهګرۍ سره مبارزې په اړه فکر يو نه دی.

''د امريکا په ارزونې او زموږ په ارزونې کې فرق شته دی. يقينا د دواړو خواوو فکر يو شان نه دی. د دې فکري توپير کمولو لپاره کار روان دی. هغوی هم دلته راغلي وو او موږ هم ورغلي يو. په دې اړه خبرې کوو. هيله مو دا ده چې مشترکه ټکی پېدا کړو او په ځينو خبرو سلا شو.''

د رويټرز خبري اژانس تر مخه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر، امريکايي جنرال جان نيکولسن د نومبر په اته ويشتمه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې دی له نورو امریکايي چارواکو سره په دې اړه همغږی دی چې د پاکستان جاسوسي اداره – آی، اېس، آی – له حقاني شبکې سره اړیکې لري چې په ۲۰۱۲م کال امریکا یوه ترهګره ډله ګرځولې وه.

پر افغانستان او پاکستان د څو مشهورو کتابونو ليکوال، څيړونکی احمد رشيد وايي د نيکولسن پر خپګان پوهېږي ځکه چې د ده په وینا تر اوسه پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو پرضد هېڅ نه دي کړي. نوموړي مشال راډيو ته وويل: "له امريکا او ناټو هېوادونو سره د پاکستان ترينګلې اړيکې نورې هم پسې خرابېږي. دوی له پاکستان غواړي چې دغلته د موجودو حقاني شبکې او نورو طالب مشرانو خلاف کاروايي وکړي. فکر کوم اوس توقع دا ده چې پر پاکستان به ځينې بندېزونه لګېږي."

د تېر اګست په يوويشتمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي ايشيا لپاره د خپلې ستراتيژۍ اعلانولو پر مهال پاکستان د وسله والو په ملاتړ تورن کړی وو. جنرل جان نیکولسن د تېرې سشنبې په ورځ خبريالانو سره خبرو کې زياته کړه چې د ولسمشر ټرمپ د سخت دريځ سربېره هم د وسله والو سره د پاکستان په ملاتړ کې بدلون نه دی شوی. خو اسلام اباد تل ويلي چې د سيمې امنيت ته ژمن دی او د ترهګرۍ سره مبارزه کې يې بايد د ځواکونو قرباني هېره نه شي.

د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير اسد منير هم ورته نظر لري او وايي د نيکولسن خبرې د ترهګرۍ سره مبارزې لپاره د واشنګټن او اسلام اباد ممکنه شريک کار زيانمنولی شي. د هغه په وینا که امريکا پر پاکستان بندېزونه ولګوي، ډېره ګټه به و نه کړي. "د دواړو اړيکې ډېرې ضروري دي. له دې بغير په افغانستان کې امن نه شي راتللی. پکار ده چې زموږ چارواکي ورته ووايي چې داسې کوم کارونه دي چې تاسي يې غواړئ او موږ نه دې کړي؟ که د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته ورکول کېدونکې پېسې که بندې هم شي، فرق نه کوي."

امريکا پر پاکستان له دې کبله هم نيوکې کړې وي چې پر ترهګرۍ تورن، د جماعت الدعوه ډلې بنسټ ايښودونکی، حافظ سعید يې د نومبر په څلورويشتمه د پاکستان د لاهور هايي کورټ د حکم پر اساس په خپل کور کې له نظربندۍ خوشي کړ.

د سپینې ماڼۍ يا وايټ هاوس ویاندې سارا هکبي سينډرز د نومبر په پنځه ويشتم تاريخ خبريالانو ته لېږې يوه خبرپاڼه کې وويل که حافظ سعید بېرته ونه نیول شو، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسي.

XS
SM
MD
LG