د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د حافظ سعید پر سر داسلام اباد او واشنګټن اړیکې خرابېدای شي؟


د ارشیف انځور: د حافظ سعید ګاډی له های کورټه په وتو دی
د ارشیف انځور: د حافظ سعید ګاډی له های کورټه په وتو دی

پراګ ـ امریکا د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید په خوشي کولو خپګان ښودلی او دا یې د پاکستان لخوا اخېستل شوی یو ناسم اقدام بللی دی.

د خالي په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره هُکا بي سېنډرز په یو بیان کې وویل واشنګټن په اسلام اباد ټینګار کوي چې حافظ سعید بیا ونیسي او د هغه پر ضد دې مقدمه وچلوي.

حافظ سعید د تیرې جمعې په ورځ وروسته له هغې خلاص کړل شو چې لاهور هايکورټ د پنجاب حکومت لخوا د نوموړي د نظر بندۍ غځولو درخاست رد کړ.

دا چې د حافظ سعید د خوشي کولو به د پاکستان او امریکا په تعلقاتو څه اثر غورځیږي؟ د سیاسي او نړیوالو چارو پوه ډاکټر رسول بخش رییس په دې اړه وویل:

((زما په خیال د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کې به له دې وجې تناو راځي خو د پاکستاني حکومت مجبوري دا ده چې دوی حافظ سعید ونیسي نو عدالتونه یې بیا خوشي کړي. هند نوموړی د ممبۍ ترهګر بریدونو کې تورن کړی خو د هند او پاکستان تر منځ دومره بد اعتمادي ده چې پاکستاني عدالتونه وايي هند ورته د حافظ سعید خلاف کافي ثبوتونه نه دي ورکړي. بلخوا که امریکا د هند په تناظر کې د پاکستان سره تعلقاتو ته ګوري نو دا به د اسلام اباد لپاره د منلو وړ نه وي.))

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې که پاکستان د حافظ سعید پر ضد ګامونه پورته نه کړي نو دا به د واشنګټن او اسلام اباد په تعلقاتو بد اغیز ولري.

دې ته په کتو سره خبریال او څیړونکی امتیاز عالم وايي پاکستان د دې ډول ګامونو په نتیجه کې په عالمي کچه د فشار سره مخامخ کیږي.

((له دې سره پاکستان په سفارتي توګه د یواځیتوب اړخ ته ځي، که د دې هېواد سفارتکار یوه جایز خبره هم کوي نو په عالمي کچه یې خلک بیا ملاتړ نه کوي. مثلاً پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ډیر عملیات کړي، ولسي خلکو اوامنیتي ځواکونو یې ډیرې قربانۍ ورکړي خو چې زمونږ سفارتکاران په عالمي کچه دا خبره کوي نو خلک ورته د حافظ سعید په څیر معاملات وړاندې کوي. نو د پاکستاني سفارتکارانو لپاره مشکلات پیدا کیږي.))

په اګست میاشت کې د جنوبي ایشیا او افغانستان لپاره خپله نوې ستراتېژۍ اعلانولو په وخت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د وسله والو ډلو له ملاتړه دې لاس واخلي او ویلي یې وو چې د وسله والو په ملاتړ به پاکستان د تاوان او د واشنګټن په ملاتړ به ګټه کوي.

ډاکټر رسول بخش هم وايي چې پاکستان له امریکا سره همکاري جاري ساتل غواړي:

((مونږ له امریکا سره تعلقات خرابول نه غواړو. مونږ د لیبیا، عراق، شام او یا ایران په څیر ریاست جوړیدل نه غواړو. اسلام اباد وړاندې هم له واشنګټن سره همکاري کړې او په اینده کې به یې هم جاري ساتي البته د افغانستان په شمول په څومره مسایلو چې د امریکا او پاکستان اختلاف دی د هغو د حل لپاره په مسلسله توګه خبرې اترې کیږي. او دا راز به د حافظ سعید مسله هم حل شي.))

نوي ډیلي هم د حافظ سعید په خوشي کولو سخت غبرګون ښودلی او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې نوموړی دې بیا ونیسي. هند په حافظ سعید تور لګوي چې د ۲۰۰۸م کال ممبۍ ترهګر برید ترشا لاس لري، خو پاکستان وايي په دې لړ کې ورسره هند کافي ثبوتونه نه دي شریک کړي. په یاده پیښه کې خوا اوشا ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG