د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د حافظ سعيد پر خوشي کېدو خفګان ښودلی


د وايټ هاوس ويانده، سارا هکبي سېنډرز
د وايټ هاوس ويانده، سارا هکبي سېنډرز

امریکا پرون پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د جماعت الدعوه ټولنې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید چې په هند کې د ترهګرۍ په پلانونو تورن دی، بېرته ونه نیول او زنداني نه شي، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسي.

حافظ سعید د نومبر په څلورويشتمه د پاکستان د لاهور هايي کورټ د حکم پر اساس په خپل کور کې له نظر بنده خوشې شو. د سپینې ماڼۍ يا وايټ هاوس ویاندې سارا هکبي سينډرز پرون د نومبر په پنځه ويشتم تاريخ خبريالانو ته لېږې يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا سم کار نه دی شوی.

هغې زياته کړه: "د حافظ سعید خوشې کېدل، له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان د ژمنو په اړه خواشینونکی پیغام ورکوي. دا کار د پاکستان هغه ادعا چې وايي، په خپله خاوره کې به ترهګرو ته پناه نه ورکوي، ردوي."

سارا هکبي همداراز زياته کړې چې که له قانون سره سم حافظ سعید دوباره ونه نیول شي او د هغو جنایتونو له امله چې ترسره کړي يې دي مجازات نه شي، دوه اړخېزو اړیکو او په نړۍ کې د پاکستان د موقف لپاره ښې پايلې ونه لري.

حافظ سعيد له نظربندۍ وروسته
حافظ سعيد له نظربندۍ وروسته

حافظ سعید د جماعت الدعوه سازمان بنسټ اېښوودونکی دی. خو د امریکا حکومت وايي، جماعت الدعوه په پاکستان کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې ته چې په ۲۰۰۸کال کې يې د هند په ممبئ ښار کې ترهګره حمله پلان کړې، د نقاب ورکولو لپاره جوړه شوې ټولنه ده.

د هند به ممبي ښار کې هغه مهال لږ تر لږه ۱۰ وسله والو پر خلکو ډزې وکړي او تر سلو ډېر کسان يې ووژل. د هند او امریکا حکومتونو پر حافظ سعید تور پورې کړ چې له حمله کوونکو سره یې همکاري کړې وه.

دا هم ولولئ: سخت دريځې ډلې او ټولنيز مطبوعات

د هند حکومت د حافظ سعید د خوشې کېدو له امله غصه څرګنده کړه او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په پاکستان کې داسې یو څوک چې د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل شوی، ازاد ګرځي چې د منلو وړ نه دی. خو د پاکستان د هند او امریکا تورونه رد کړي دي او په دې اړه د خپلو عدالتونو پرېکړې په يادولو سره وايي چې پر سعيد لګيدلي تورونه ثابت شوي نه دي.

حافظ سعید د امریکا د عدليې وزارت د ترهګرو په ډله کې حساب کړی او د هغه پر سر یې لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه هم اېښې ده. حافظ سعید د روان کال په جنورۍ میاشت کې په خپل کور کې نظربند شو. هغه وخت د پاکستان پوځ ويلي وو چې دا کار يې د خپلو ملي ګټو په خاطر کړی دی.

XS
SM
MD
LG