د افغانستان کام ايېر هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې جټ الوتکه په چارشنبه د تاشکند پر نړيوال هوايي ډګر کښېناستله.
دا اول وار دى چې له کابله د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته يوه مستقيمه تجارتي الوتنه کېږي.
د ازبکستان حکومت تر دې مخکې ويلي وو، د کابل او تاشکند ترمنځ د مستقيمو پروازونو د پيل په اړه خبرې روانې دي او د ډسمبر له اتمې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوونۍ کې دوه وارې مستقيمې الوتنې وشي.
تر دې مخکې له افغانستان څخه تاشکند ته مستقيم پروازونه نهوو او مسافر مجبور وو د استانبول يا دوبۍ له طريقه تاشکند ته د رسېدو لپاره له ١٧ څخه تر ٣٢ ساعتونو پورې اضافي وخت ولګوي.
اوس به له کابل څخه مسافر په ٩٠ دقيقو کې تاشکند ته رسېږي.