د لاسرسي ځای

تازه خبر

له فاټا سره د امریکا او مرستندویانو د ۱۶ اربه روپیو مرسته


د امریکا مرستندویه ادارې [یو اېس ای اې ډي] د ملګرو ملتونو پرمختګ ادارې [یو اېن ډي پي] او فاټا سیکرېټ ترمینځ د مرستې تړون لاسليک شو. ۳۱م اکتوبر ۲۰۱۷
د امریکا مرستندویه ادارې [یو اېس ای اې ډي] د ملګرو ملتونو پرمختګ ادارې [یو اېن ډي پي] او فاټا سیکرېټ ترمینځ د مرستې تړون لاسليک شو. ۳۱م اکتوبر ۲۰۱۷

د نړيوالو مرستندويه ادارو او فاټا سکټرېټ ترمنځ د شمالي او جنوبي وزیرستان او خېبر ايجنسۍ ستانه شویو کډوالو د اقتصادي پرمختګ لپاره نن د پنځلس میلیونه ډالرو یوه پروژه لاسلیک شوې ده.

د دغه پروژې په پلیکېدو سره به له ناکراریو او کډوالتوبه اغېزمنو خلکو ژوند ژواک بیرته پر خپلو پښو ودرولو کې مرسته وشي.

په پېښور کې له امریکايي کونسلګرۍ د خپاره شوي بیان ترمخه دغه پروژه د امریکا مرستندویه ادارې [یو اېس ای اې ډي] د ملګرو ملتونو پرمختګ ادارې [یو اېن ډي پي] او فاټا سیکرېټ ترمینځ لاسليک شوې ده. دا پروژه به يوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره کارول کېږي چې په درېو کلونو کې به ترې اوولس زره کورنۍ ګټه پورته کوي.

بيان زياتوي د پروژې د لاسليک دستورې ته په خپله وينا کې د پاکستان او افغانستان لپاره د یو اېس اېډ مرستیال ګرېګري اېف هګر وویل چې د اقتصادي پرمختګ دا نوې پروژه به د قبایلی سیمې د ولس لپاره ډېره ګټه وره وي.

امریکا د پاکستان له حکومت سره لاس وړي چې د فاټا اوسېدونکيو د کورونو. تعلیم، او ژوند ژواک بیا پر پښو درولو کې بشري مرستې وکړه.

XS
SM
MD
LG