د لاسرسي ځای

د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف نن د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د احتساب عدالت ته وړاندې شو.

په یاد عدالت کې د نوموړي او د کورنۍ د غړو خلاف یې د درغلیو کیسونه روان دي.

عدالت ته د تللو پر مهال د وزیر اعظم لور مریم نواز او د هغې خاوند کیپټن صفدر هم له نواز شریف سره ملګري وو، خو د وکیل د نه موجودګۍ له وجې دا کیس د دسمبر تر ۴ مې نېټې پورې ځنډولی شوی دی.

راپورونه وايي پخوانی وزیراعظم، له هوايي ډګره د عدالت تر ودانۍ په بشپړ پروټوکول رسول شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې د روان کال د جولای میاشتې په ۲۸ مه نېټه د پانامه اسنادو په اړه خپله فیصله اورولې وه چې پکې قامي تحقیقاتي ادارې ته د نواز شریف او د کورنۍ خلاف یې په احتساب عدالت کې د درېوو درخواستونو د جمع کولي ویلي وو.

XS
SM
MD
LG