ملګري ملتونه وايي،د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو له امله ۱۷زره کسان بې کوره شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې د روان کال له پيل راهیسې په افغانستان کې ۳۶۰ زره افغانان د جګړې له امله بې کوره شوي دي.
د ملګروملتونو په رپوټ کې ننګرهار هغه ولایت بلل شوی چې ډېر کورني بې ځایه شوي پکې ثبت شوي دي.
په کندز، بادغیس او فاریاب کې هم ډېر خلک د جګړې له امله نورو سیمو ته تښتېدلي دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې د دوشبنې پر ورځ وویل چې په افغانستان کې د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې د خلکو د بې کوره کېدو ستر عامل دی.