د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس، امريکا او بريتانيا هم د ارجنټاين ورک اوبتل لټوي


د روسيې، امريکا او بريتانيا ډلې د ارجنټاين د يوه لادرکه اوبتل د موندنې لپاره د پلټنې له عملياتو سره مرسته کوي.

په دغو عملياتو کې ١٤ هېوادونه برخه لري.

له دغه اوبتل سره ١١ ورځې مخکې تر يوې چاودنې وروسته تماس وشلېدلی چې ٤٤ کسان پکې سپاره دي.

د ارجنټاين، بريتانيا او امريکا الوتکې له څو ورځو راهيسې پر جنوبي اتلانتيک د پلټنې لپاره الوتنې کوي.

اوس د روسيې يوې ټرانسپورتي الوتکې داسې يو روبوټ ماشين راوړى چې د څپانده سمندرګي په تل کې په کړکېچنو پلټنو کې کار ترې واخېستل شي.

خو له دې هر څه سره سره ګڼ چارواکي او د اوبتل کارمندانو کورنۍ ناامېده دي چې خپلوان به یې ژوندي وژغورل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG