د خالي په ورځ د نړی په بیلا بېلو هېوادونو کې پر ښځو د تشدد ختمولو په موخه د نړیوالې ورځې لمانځلو په مناسبت لاریونونه، مظاهرې او تقریرونه وشول. ملګرو ملتونو د نومبر ۲۵مه پر ښځو ضد تشدد د ختمولو لپاره اعلان کړې ده.
په ښځو د تشدد ختمولو په برخه کې ترټولو پیاوړی دریځ د فرانس ولسمشر ایمانول مکرون ورکړی دی. نوموړي ویلي، هغه په ښځو د ظالمانه او شرمناکه تشدد ختمولو لپاره هڅې پیلوي.
مکرون د خالي په ورځ، هغو ۱۲۳ وژل شویو ښځو ته د درناوي ورکولو لپاره یو منټ خاموشي وکړه چې په ۲۰۱۶م کال کې په فرانسه کې خپلو خاوندانو وژلې دي.
بلخوا د استنبول په تقسیم څلور لاره کې خلکو د ښځو د وژنو ضد مظاهره وکړه. د بشري حقونو ادارې وايي، په ترکیه کې د ۲۰۱۱م کال راهیسي د ښځو وژنې زیاتې شوې دي.