د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د قبایلو لېسه بیا فعالېږي


د سې شنبې په ورځ د خوست د قومونو او سرحدونو چارو ریاست په انګړ کې د قبایلو د لیسې او لیلیې د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.

پر یادو ودانیو چې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به يې د ۱۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د قبایلو د لیسې او لیلیې د ودانیو د کار د پیل په ځای کې د افغان حکومت چارواکو وویل چې په خوست کې د یادې لېسې بیا فعالول د قومونو او قبایلو د کلونو، کلونو غوښتنه ده او دوی هیله من دي چې په دې سره به د پولې د دواړو غاړو د قومونو اړیکې د پخوا په شان نېږدې او ټینګې شي.

په خوست کې د قبایلو د لیسې او لیلیې د ودانۍ د کار د پیل په ځای کې چې د خوست او د پولې د پورې غاړې لسګونو قبایلي مشرانو او اوسېدونکو برخه اخیستې وه، د یادې لیسې د بیا فعالېدو لپاره د د دې ودانیو جوړول د قومونو او قبایلو د اړیکو په ټېنګولو کې مثبت پرمختګ وباله.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل، د قبایلو د لیسې په جوړېدو سره به د پولې د دواړو غاړو قبایلي ځلیمانو ته د زده کړو زمینه برابره شي:

"د قبایلو د لیسې تعمیر چې د لیلیې تعمیر او جومات هم ورسره ده، دا به د ۱۳ میاشتو په موده کې په اساسي ډول باندې جوړېږي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خوست د قومونو او په خاصه توګه د قبایلو وروڼو د زده کړو لپاره زمینه مساعده شي، ځای لري چې د دې ودانیو د جوړولو مبارکي د خوست قومونو او په خاصه توګه د فرضي کرښې نه اخوا د شمالي وزیرستان د قبایلو مشرانو ته وړاندې کړم."

د قبایلي سیمو په استازیتوب د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ډاکټر حیات محسود وویل چې د پولې د دواړو غاړو د قومونو او قبایلو د شته ستونزو یو لامل بې تعلیمي ده، په پوهه د قبایلي ځلمیانو په سمبالښت سره به د دوی راتلونکی ژوند روښانه شي او د قومونو او قبایلو د یووالي سبب به وګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG